د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري وایي، چې د لسګونو زرو بهرنیو ترهګرو جنګیالیو په خوندي کولو سره، طالبانو د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا تر پښو لاندې کړې او د بهرنیو بریدونو لپاره یې لاره هواره کړې ده. هغه پر اېکس پاڼه کاږلي، د دغو شرایطو د رامنځته کېدو مسوولیت د طالبانو په غاړه دی چې د دغو سرغړونو د رامنځته کېدو اجازه ورکوي. هغه زیاتوي: «د افغانستان هیڅ وګړی د کوم بهرني هېواد لهخوا د خپل هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا څخه سرغړونه نه مني.» د هغه د لیکنې په وروستۍ برخه کې