د پاکستان او هند ترمنځ د وروستیو شخړو له امله، افغان لارۍ چلوونکي له جدي ستونزو سره مخ شوي دي. د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، هند افغان لاریو ته چې د واګه بندر له لارې تېرېږي، اجازه نه ورکوي، او پاکستان هم د ټرانزیټ تړون خلاف افغان موټرو ته د هند څخه وارد شوي توکي د تورخم او چمن له لارې تېرولو ته اجازه نه ورکوي. د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال مشر خان جان الکوزي وویل، چې که څه هم پاکستان ۱۵۰ افغان لارۍ د هند له لورې بندو شوو توکو سره تېرولو ته اجازه ورکړې،