د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون په یو خبر کې ویلي، چې طالبانو په جوزجان کې د «نامشروع اړیکو» په تور نیول شوي ۱۷ ښځينه او نارینه زندانیان یو بل ته په نکاح کړي او وروسته یې خوشي کړي. طالبانو ویلي، چې دا د زندانیانو «شرعي غوښتنه» وه. په جوزجان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مشر سیف الدین معتصم د پنجشنبې په ورځ د غويي ۲۵مه، د دغه ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د زندانیانو په غوښتنه او د سترې محکمې د امر له مخې یې د «نامشروع اړیکو