پاکستاني سفیر رضوان سعید شیخ په واشنګټن کې یوې څېړنیز ناستې ته ویلي، چې د افغانستان بې ثباتي پاکستان او سیمې ته ستر امنیتي ګواښ دی. هغه وویل، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې دوامداره نا امني د سیمهییز پرمختګ لپاره یوه لویه خنډ ده، خو په وینا یې، که امنیت ټینګ شي، نو اقتصادي پراختیا به هم د دروازو پرانېستلو لامل شي. پاکستان د «ټيټيپي» وسلهوالو په اړه هم اندېښنې لري، چې په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او له همدې ځایه په پاکستان کې بریدونه ترسره کوي. پاکستان په دې باور دی چې د افغانستان