کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت پر دانګام ولسوالۍ پاکستاني پوځیانو توغندیز بریدونه کړي چې له امله یې یو تنکي ځوان وژل شوی دی. سرچینه وایي، دا بریدونه پرون پنجشنبه، ۲۲ د غبرګولي، ماښام مهال پیل شوي وو او تر نن ماسپښین یې دوام درلود. د سرچینې په خبره؛ د دغو توغندیزو بریدونو په پایله کې نن سهار د دانګام ولسوالۍ په «دوبندو» سیمه کې د داود خان په نوم یو تنکی ځوان لګېدلی او مړ شوی چې نن مازیګر یې جنازه اداء شوه. سرچینې د دغو بریدونو د نورو مالي او ځاني زیانونو په