د پخواني جمهوري نظام ویاند صدیق صدیقي وايي، طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې میلیونونه ډالر د خپل تبلیغاتي کمپاین لپاره لګولي او په دې موخه یې سلګونه یوټیوب چلوونکي هم روزلي دي. صدیقي پر اېکس پاڼه لیکلي چې طالبان اوس د پخواني حکومت پروژې بېرته پرانیزي او د خپلو لاستهراوړنو په توګه یې معرفي کوي. نوموړی زیاتوي، چې دا کار د خلکو د ذهنونو مغشوشولو یوه هڅه ده. صدیقي ټینګار کړی، چې نړیوال باید د طالبانو د تبلیغاتي چلند پر وړاندې بېپرې پاتې نهشي.