د افغانستان د تېر جمهوري نظام د پوځ لوی درستیز هبت الله علیزی،د طالبانو د واکمنېدو څلورم کال په مناسبت په یوه لیکنه کې ویلي، چې طالبان دولت نه، بلکې یوه «وسلهواله جنایتکاره ډله»ده چې افغانستان یې یرغمل کړی دی. علیزی ویلي، طالبانو نړیوالو ترهګرو ته پناه ورکړې او د خلکو پر وېرولو سره واکمني کوي. نوموړي زیاته کړې،چې د دې ډلې تېرو جنایاتو او د افغانستان له خلکو سره د دوی خیانت د ډیپلوماسۍ له لارې نه شي سپینېدلی. علیزی طالبان یو جنګ سالار ډله بللې چې واک یې «پر وېرې، دروغو او د خلکو پر وینو ولاړ»