د طالبانو د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني د سېشنبې په ورځ د بنګله دېش د عالمانو له یوه پلاوي سره په کتنه کې وویل چې په افغانستان کې داسې اسلامي نظام جوړ شوی چې اوس ټوله اسلامي نړۍ یې په خپلو هېوادونو کې د تطبیق غوښتنه لري. هغه زیاته کړه چې دا نظام د ډېرو کلونو جګړو او افغانانو د قربانیو پایله ده. سره له دې چې ډېری اسلامي هېوادونو له طالبانو غوښتي چې نجونو ته د زده کړو او ښځو ته د کار اجازه ورکړي، خو په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته نه