نورستان کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د یوه ډاټسن موټر د چپه کېدو له کبله یوه اته کلنه نجلۍ مړه او اووه کسان نور ټپیان شوي دي. د نورستان د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند غلام الرحمن حیدري وایي، دا پېښه تېره ورځ شنبه، ۱۶ د وري، د نورګرام ولسوالۍ اړوند «بړاګوش» سیمه کې رامنځته شوې. نوموړی زیاتوي، دغه ترافیکي پیښه د یوه ډاټسن موټر د چپه کیدو له کبله رامنځته شوې، چې پرمهال یې یوه ماشومه مړه او اته تنه نور ټپیان شوي دي. د ټپیانو د جنسیت