د تېرې ولسي جرګې پخوانی غړی عبدالظاهر قدیر د دوبۍ په هوایي ډګر کې نیول شوی دی. د نوموړي وراره جلال قدیر د هغه د نیول کېدو خبره منلې ده. نوموړي دغه راز ویلي، له ظاهر قدیر سره یې وروستۍ اړیکه د دوبۍ له هوایي ډګر څخه د اپرېل په ۱۵مه و، چې تراوسه پورې لادرکه دی. جلال همداراز وايي، چې د ښاغلي قدیر د اړیکې شمېرې له هغه وخت راهیسې بندې دي او د نیولو لامل یې هم روښانه نه دی. د هغه په خبره، «دا چی زمونږ او ستاسو مشر حاجی عبدالظاهر قدیر څو ورځی وړاندی بهرنی