روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۲۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۳۱-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۳۱-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۲۰

عوام ګر واعظان ( مبلغین)

پایگاه خبری تحلیلی روایت : او س هم په دین کې محافظه کاري او افراطیت دی، نور د ټولنۍ په درد دوا نه شي کیدای او هیڅ هم ګټه نه لري او باید چې بدلون او اصلاحات په کې راشي.افغانستاني واعظان پام یې خلکو ته دی او د هغوي په زړه ویناوي کوي.ترڅو د هغوي په زړونکې ځای ونیسي هغوي د دې نه ډاریږي چې ګوندې کومه تیروتنه وکړي او د عوام خلکو په خلاف ویناوې وکړي .

 

 ———————————————————————

همدارنګه چې زموږ په هیواد کې سیاسي ، اقتصادي، ټولنیز، او کلتوري حالت خرابه دي  دیني حالت هم چندانې د خوند یې نشته دین او دینداري په افغانستان کې په کړکیجن خواته روان دی.  که چيري دا وضیعت دوام ومومي د دین خرابوالی او او دین نه تښته به شاهدان ووسو او هم د افراطیت په لور به روان شو په دې وضعیت کې د افغانستان واعظان او د دین عالمان  نه دې توانیدلی او یا هم نه غواړي چې په سمه توګه خلکو ته د دین په هکله ښه او ارزښت منده وینا او پوهوي وکړي، او د  دین او دینداري په لاره کې ښه نظم راوړي. ځکه چې

او س هم په دین کې محافظه کاري او افراطیت دی، نور د ټولنۍ په درد دوا نه شي کیدای او هیڅ هم ګټه نه لري او باید چې بدلون او اصلاحات په کې راشي.

افغانستاني واعظان پام یې خلکو ته دی او د هغوي په زړه ویناوي کوي.

ترڅو د هغوي په زړونکې ځای ونیسي هغوي د دې نه ډاریږي چې ګوندې کومه تیروتنه وکړي او د عوام خلکو په خلاف ویناوې وکړي .

واعظان او پاپلوستان په دې کار کې بریالي شوي دي او موږ نن ورځ د ډیرو واعظانو شاهدان یو د مولانا په تعبیر د غویانو خدای قبول لري مګر د نوح پیغمبر نه منکر دي.

ځینې واعظان پیژنم چې ښه او ارزښتناک  خبرې لرې مګر د عوام او خلکو د ډاره دا خبرې نه کوي هغوي په  ناستو پاستو کې د د اصلاح او نظم خبرې کوي او مګر کله چې په منبرونو جک شي نو داسې موضوعاتو ته ګوته نیسې چې هیڅ ارزښت نه لري خلک هم چې خوښ دي د دوی داستانونه او کیسې واوري نو ورته غوږ نیسي او هغوي ته دراناوي کوي.

نوداخبرې دومره د خلکو په زړونو کې تودې بریښې چې که هرڅه د دین نه لرې خبرې وکړي دوی منې .

د بد مرغه ټولنیزو رسنې کې دا موضوعات دومره په سپکه خپریږي چې د خلکو په ذهنونو کې بد اثر اچولي او هرڅوک غواړي بې له کوم مطالعې خبرې وکړې.

په دې کې هغه کسان چې ځانته ملا ، واعظ ، عالم  وایي او بولي د دوی په کې زیاته د خراب والی سبب بریښې . دا کسان هره ورځ د دین په نوم خرافات خپوروي که یوځل د دوی خبرو ته  ځیرشو منصفانه نظر واچو د دوی ټولې خبرې بې معنی او غیر علمې او ادبیات ډیر کړکیجن دي.

او دا ټول د واعظانو له ځانګړتیاوو څخه دي.

دا ټول خلکو ته دوکه ورکول او غیر علمي خبرې دي زما په آند ژوند کول د نورو په خوښه ځانځاني او دوه مخې منځ ته راوړي چې انسان هر شیبه به خپل رنګ بدل کړي.

او د خلکو د رضایت لاس ته راوړل رښتینې او یو مخې دي.

همدارنګه عربو وویلی دي « رضا الناس غایة لا تدرک» دا مبلغین چې د خلکو منځ کې نفوذ کړي دي د ختیځ سیاسیون او الویدیځ سیاسیون په دوکه د خلکو او دین او دنیا په فساد کې ککړ کړی. او د مسلمانان د بد مرغۍ لامل ګرځيدلی.  هغوي د دین څخه هټۍ جوړه کړی ده او د جامو په څیر یې دین  خرڅ کړی دی. او د دین او دنیا نوم یې بد کړی دی او په آخرت کې به سخت ځواب ورکوي.

حسیب الله زاده

 

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x