روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۳۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۳۹

اسراييلي الوتکې د غزې په شمال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان بمبار کړی دی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : الجزیرې په غزه کې د خپل خبریال له قوله ویلي، چې د اسراییل جنګي الوتکو د سه شنبې په ورځ د جبالیا پر پڼډ غالي د برید تر څنګ، د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر یې هم په نښه کړی دی.د دغه برید په پایله کې دیارلس کسه وژل شوي او یو شمېر نور هم ټپیان شوي دي.

الجزیرې په غزه کې د خپل خبریال له قوله ویلي، چې د اسراییل جنګي الوتکو د سه شنبې په ورځ د جبالیا پر پڼډ غالي د برید تر څنګ، د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر یې هم په نښه کړی دی.

د دغه برید په پایله کې دیارلس کسه وژل شوي او یو شمېر نور هم ټپیان شوي دي.

کتونکي وايي، چې په دغو بریدونو کې د اسالمه په نوم هغه مرستندویه اداره چې د ځواکمنتیا په برخه کې یې کار کاوه او شاوخوا یې ځیني نور استوګنځایونه هم په نښه شوي دي.

د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، د حماس او اسراییل د جګړې له پیله تر دې مهاله ۱۹ زره فلسطینیان وژل شوي او تر ۵۰ زرو زیات یې ژوبلیدلي دي.

ملګري ملتونه اټکل کوي، چې زرګونه نور فلسطینیان به لا هم د خاورو تر ډېرېو لاندې پاتې وي.

پر غزې د اسراییل بریدونه داسې مهال مخ په زیاتېدو دي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه پرېکړه لیک چې غزې ته د بشري مرستو د رسولو لپاره د جګړې د بندولو په اړه تصویبېږي، هم ځنډولی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x