روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۵۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۵۱

“تیري، قتل، تښتونې، غلا او داعش کې غړیتوب”، د طالبانو د غړو جنایتونه چې نه غواړي رسنیز شي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانستان انټرنشنل سرچینې وايي چې د طالبانو ۲۵۰۰ غړي د بېلابېلو جرمونو په تور د دغې ډلې په بند کې دي. د سرچينو د معلوماتو له مخې، دغه کسان چې په تېرو دوو کلونو کې نيول شوي، د “زنا او لواط”، جنسي تېري، قتل او په داعش کې د غړيتوب په څېر بېلابېل تورونه پرې لګیدلي.

د افغانستان انټرنشنل سرچینې وايي چې د طالبانو ۲۵۰۰ غړي د بېلابېلو جرمونو په تور د دغې ډلې په بند کې دي.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، دغه کسان چې په تېرو دوو کلونو کې نيول شوي، د “زنا او لواط”، جنسي تېري، قتل او په داعش کې د غړيتوب په څېر بېلابېل تورونه پرې لګیدلي.

ویل شوي، چې یو شمېر بندیان د پیسو په بدل کې د سړي تښتونې په تور نیول شوي دي.
په تېرو دوو کلونو کې طالبانو د تښتوونکو له خوا د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په اړه ډېر راپورونه خپاره کړي دي. د خلکو تر منځ داسې انګیرنې وې چې تښتوونکي د طالبانو غړي وو. همدارنګه افغانستان انټرنشنل هم داسې راپورونه ترلاسه کړي چې طالبان په بېلابېلو جرمونو لکه غلا، قتل او جنسي تېريو کې لاس لري.
طالبانو تل له دغې ډلې سره د جنایتکارانو د تړاو په اړه راپورونه رد کړي دي. خو وروستۍ موندنې ښیي چې د طالبانو جنایتونه د دې ډلې حکومتي ادارو ته څرګند شوي، خو دوی د خپل انځور بد وړاندې کېدو په پار نه غواړي دا هر څه ټولنې ته څرګند شي.
د افغانستان انټرنشنل سرچینې وايي، په بندیانو کې هغه کسان چې د داعش په غړیتوب تورن دي، د طالبانو په استخباراتي زندانونو کې او پاتې نور یې د څرخي پله په زندان کې ساتل کېږي.
د طالبانو حکومت ولسي خلکو ته د (زنا، لواط، نامحرمو اړیکو او داسې نورو) په تور سزا ورکوي خو تر اوسه پورې یې خپلو کسانو ته د دا ډول تورونو په اړه د سزا کوم راپور نه دی خپور شوی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x