روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۱۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۱۴

ذبیح الله مجاهد: د جان اڅکزي څرګندونې په دې نه ارزي، چې غبرګون ورته وښودل شي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو ویاند له هغه وروسته دا غبرګون ښودلی، چې د بلوچستان د اطلاعاتو لنډ مهاله وزیر جان اڅکزي پر کونړ سیند د بند د جوړولو په مخالفت کې ویلي و چې د طالبانو دغه پرېکړه یواړخیزه ده او پایلې به یې افغانستان ته ناوړه وي.

د طالبانو ویاند له هغه وروسته دا غبرګون ښودلی، چې د بلوچستان د اطلاعاتو لنډ مهاله وزیر جان اڅکزي پر کونړ سیند د بند د جوړولو په مخالفت کې ویلي و چې د طالبانو دغه پرېکړه یواړخیزه ده او پایلې به یې افغانستان ته ناوړه وي.

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر عبدالطیف منصور څو ورځې مخکې د کونړ پر سېند د بند جوړولو خبره کړې وه، نوموړی ویلي و چې په تېرو حکومتونو کې د دغه سیند پر سر د بند جوړولو ته پاملرنه نه ده شوې؛ نو ځکه افغانستان اړ دی چې له نورو هېوادونو برېښنا په بیه واخلي.

خو د بلوچستان د اطلاعاتو لنډمهاله وزیر ویلي و، تر هغې چې په دې برخه کې د پاکستان سره سلا مشوره نه وي شوي دغه پرېکړه یو اړخیزه او د منلو نه ده.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر کونړ سېند د افغانستان له‌خوا د برېښنا بند د نه جوړېدو په اړه د بلوچستان د دغه چارواکي خبرداري ته غبرګون ښودلی او د یوې خصوصي راډیو سره په مرکه کې یې ویلي، چې دوی د امکاناتو له برابرېدو وروسته پر کونړ سېند د برېښنا بند جوړولو ته ژمن دي.

طالبانو تر دې مخکې هم ویلي وو، چې پر کونړ سېند د بند جوړېدو ارزونه یې بشپړه کړې او د امکاناتو له برابرېدو سره به سم عملي ګام واخلي.
په خواله رسنیو کې هم ګڼو افغانانو له طالب چارواکو غوښتي، چې په دې اړه له شعاره تېر شي او عملي چارې دې پیل کړي؛ ان تر دې چې یو شمېر افغان پانګه‌والو هم په دې برخه کې د مرستې غږ پورته کړی و.

کونړ سیند د افغانستان په ختیځ کې هغه مست او بهانده سیند دی، چې پرېمانه اوبه یې پاکستان ته بهېږي؛ خو هر ځله چې پر دغه سیند د بند د جوړولو خبره مخې ته راغلې پاکستاني چارواکو یې په اړه توند غبرګون ښودلی او ورسره په سیمه کې اړی ګړی هم زیات شوی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x