د چین دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په ګانسو سیمه کې یوې زلزلې لږ تر لږه ۱۱۱ کسان وژلي او له ۲۳۰ ډېر کسان په کې ژوبلېدلي دي.
چینایي رسنیو د لېندۍ ۲۷مې د دوشنبې شپې زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۶.۲ درجې ښودلی.
د اروپا- مدیترانې د زلزلې مرکز د دغې زلزلې شدت ۶.۱ اعلان کړی.
د راپورونو له مخې، د دغې زلزلې مرکز د چین د دوو شمال لویدیځو ولایتونو ګانسو- چینګهای ترمنځ په پوله وو.
د مخنیوي ملي کمیسیون، د چین د پېښو د کموالي او مرستو رسونې او د بېړني مدیریت ریاست له دغې زلزلې وروسته «څلورمه» درجه خبرداری ورکړی دی.
ویل کېږي، چې د اوبو، برېښنا، ټرانسپورټ او د اړیکو ځینې برخې هم په دغه زلزله کې زیانمې شوې دي.
دغې زلزلې د ۳.۰ درجې په پراخوالي لږ تر لږه نهه نور ټکانونه او جټکې هم لرلې.
اړوندې لیکنې :
- اسراییلي پوځ په غزې کې کمال عدوان روغتون نیولی او ۵۰ کسان یې وژلي دي
- اوچا: وروستیو سېلابونو د افغانستان په شمالختیځو ولایتونو کې ۱۸۰ کسان مړه کړي
- د ریښتر په کچه پنځه درجې زلزلې د هېواد ځيني سیمې لړزولې دي
- سیاسي لویدیځ – دلویدیځ سیاست
- د افغانستان له خلکو سره د لویدیځ دوه مخی لوبه
- د هرات زلزلې؛ په هرات کې د ۲۸۰ ښوونځيو ودانۍ بیارغونې ته اړتیا لري