روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۴۸ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۸:۴۸
: 1

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ یو وار بیا طالبانو ته ور نه کړل شوه

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  د ملګرو ملتونو د باورلیک کمېټې په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ طالبانو ته ونه سپارله. د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ په دغه سازمان کې د افغانستان د دایمي استازي د څوکۍ برخلیک په اړه پرېکړه د دوشنبې ورځ، د لیندۍ په ۲۷مه وځنډوله.

د ملګرو ملتونو د باورلیک کمېټې په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ طالبانو ته ونه سپارله.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ په دغه سازمان کې د افغانستان د دایمي استازي د څوکۍ برخلیک په اړه پرېکړه د دوشنبې ورځ، د لیندۍ په ۲۷مه وځنډوله.

د دغه سازمان په وینا، د ملګرو ملتونو د باورلیک کمېټې د افغانستان د دايمي استازيتوب په اړه دوه بېلابېل مکتوبونه چې يو يې په اګست مياشت کې په دغه سازمان کې د افغانستان د دايمي نمايندګۍ مشر نصيراحمد فايق له ادرسه او بل يې د سپتمبر په مياشت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لخوا ترلاسه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په وروستۍ پریکړه لیک کې راغلي: «د مجلس مشر وړاندیز کړی چې د باورلیکونو کمېټه دې د میانمار او افغانستان د اسنادو ارزونه د راتلونکي لپاره وځنډوي.»

د طالبانو تر واک ته د رسېدو وروسته دا درېیم ځل دی چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ دې ډلې ته د افغانستان د دایمي استازي د څوکۍ د ورکولو پرېکړه ځنډوي.

په دې موده کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصیراحمد فایق د دې استازولۍ د چارو مسوول دی او د افغانستان د استازي په توګه په غونډو کې ګډون کوي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان او میانمار د دایمي استازيتوب په اړه د پرېکړې ځنډېدل په دې معنا دي چې د دغو هېوادونو اوسني استازي کولای شي په خپلو دندو پاتې شي او کار ته دوام ورکړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x