روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۲۱ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۸:۲۱
: 1

د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان په هکله ناسته کوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) مرستیال وايي، د دغه سازمان امنیت شورا د افغانستان په هکله ناسته کوي. یوناما په اېکس پاڼه کې لیکلي چې ټاکل شوې دغه ناسته د چهارشنبې ورځ، د لیندۍ په ۲۹مه د کابل پر مهال د ماښام په ۷:۳۰ بجو ترسره شي.

د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) مرستیال وايي، د دغه سازمان امنیت شورا د افغانستان په هکله ناسته کوي.

یوناما په اېکس پاڼه کې لیکلي چې ټاکل شوې دغه ناسته د چهارشنبې ورځ، د لیندۍ په ۲۹مه د کابل پر مهال د ماښام په ۷:۳۰ بجو ترسره شي.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې رزا اوتنبایوا به د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړي.

داسې انګیرل کېږي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت او په دغه هېواد کې بشري ناورین د بحث اصلي ټکي دي.

په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستۍ ناسته د اکټوبر په ۲۰مه په نیویارک کې د دغه سازمان په مرکزي دفتر کې د بندو دروازو شاته جوړه شوې وه.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې ښځو ته د ونډې او رول ورکولو لارې چارې، د افغانستان په اړه په اړینو نړۍوالو پرېکړو کې د هغوی د ونډې تضمین او همداراز د افغانستان په اړه د ښځو د حقونو د فعالانو اندونه او نظرونه وڅېړل شول.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x