د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په کابل کې د افغانستان لپاره د بریټانیا د سفارت له شارژدافیر رابرټ چټرټن ډیکسن سره په لیدنه کې یو ځل بیا له دې ډلې سره د «ګاونډیو، سیمهییزو او نړۍ هېوادونو» د تعامل غوښتنه کړې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال ضیااحمد تکل د سې شنبې ورځ، د لیندۍ په ۲۸مه په ایکس پاڼه کې لیکلي چې متقي کابل کې له ډیکسن سره لیدلي دي.
متقي په دې ناسته کې ویلي چې طالبان «له ګاونډیو، سیمې او نړۍ سره ښې اړیکې لري او د تعامل دروازې د ټولو پر مخ خلاصې دي. له همدې امله دا وضعیت باید پیاوړی شي.»
ضیااحمد تکل په کابل کې د بریټانیا د سفارت شارژدافير له قوله ویلي«: اوسني شرايط د بشري مرستو ترڅنګ د اقتصادي او سياسي مسايلو د پراختيا لپاره ښه فرصت دى.»
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د بریټانیا د بهرنیو چارود ګډو ګټو او پراختیا دفتر په افغانستان کې د سیاسي نظام د بدلون لپاره د تاوتریخوالي پر مخنیوي ټینګار کړی و.
دغه بنسټ زیاته کړې وه په افغانستان کې هر ډول تاوتریخوالی د دغه هېواد د خلکو په ګټه نه دی او نړۍواله ټولنه په هر شکل له تاوتریخوالي څخه خپله کرکه څرګندوي.
اړوندې لیکنې :
- د طالبانو غایب مشر: د ټیلیفون کارونه د فتنې دروازې پرانیزي
- متقي: له هېڅ لوري سره د ټکر او شخړې غوښتونکي نه یو
- متقي د طالبانو د امر باالمعروف قانون خلک له جدي ستونزو سره نه دي مخ کړي
- د تېر حکومت یو شمېر واليانو له امیرخان متقي سره ولیدل
- متقي: افغانستان په لنډمهال کې نړیوالو مرستو ته اړتیا لري
- متقي: طالبان له نړۍ سره د مثبتو اړیکو ساتلو پالیسي لري