روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۰:۰۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۷-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۰:۰۲
: 2

په هرات کې د ښځو د لاسي صنایعو څلور ورځنی نندارتون پیل شو

په هرات ولایت کې د «ودان» موسسې په مرسته د ښځو د لاسي صنایعو څلور ورځنی نندارتون جوړ شو.

د لويديځ زون د ښځوسوداګرۍ او صنايعو خونې مشرې بهناز سلجوقي د وږي په ٢٧مه، ویلي چې دغه نندارتون به په هرات کې د ښځو په پيژندلو او بازار موندنې او همداراز د سوداګرۍ په برخه کې د ښځو په پياوړتيا کې مرسته وکړي.

په دغه نندارتون کې ۱۲۰ سوداګرو ښځو خپل لاسي صنایع نندارې ته ایښي دي.

- په هرات کې د ښځو د لاسي صنایعو څلور ورځنی نندارتون پیل شو

سوداګرو میرمنو ویلي چې د دې نندارتونونو جوړېل د دوی د محصولاتو د پلور په وده کې مرسته کولی شي.

په دغه نندارتون کې د ښځو لاسي صنايع چې ګنډل، لاسي اوبدلې غالۍ، لاسي کڅوړې او د ښځو له خوا توليد شوي نور توکي نندارې ته ايښودل شوي دي.

دا نندارتون په داسې حال کې په هرات کې جوړ شوی چې طالبانو ښځې له کار کولو او نجونو ښوونځي او پوهنتون ته له تګ څخه منع کړي دي.

د ښځو پر وړاندې کاري بندیزونو له یوې خوا ډېرې کورنۍ له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ کړي او له بلې خوا په افغانستان کې د کاري فرصتونو نشتوالي د خلکو د پېر کچه ټیټه او په ټولنه کې د بې وزلي کچه لوړه کړې ده.

سربیره پردې، ښوونځيو او پوهنتونو ته د تګ بندیز د زرګونو نجونو زده کړې ته د لاسرسي مخه نیولې ده.

- په هرات کې د ښځو د لاسي صنایعو څلور ورځنی نندارتون پیل شو

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x