روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۴۲ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۱-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۱-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۸:۴۲
: 1

انټونیو ګوټریش: کډوالي خلکو ته ښه فرصتونه ورکوي خو کمزوری مدیریت يې د ناورین لامل کیږي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : نن دوشنبه د ډیسمبر ۱۸مه د کډوالۍ له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټریش د کډوالۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، د کډوالۍ انساني او منظم مدیریت کولی شي ټولو ته ګټه ورسوي. خو وايي که مدیریت يې سم و نه شي ناورینونه زیږوي. بل خوا د ملکرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ وايي،‌ د ۲۰۲۱ کال راهیسې له ۱،۶ میلیونو ډیر افغانان له خپل هیواده وتلي، چې په دې سره په ګاونډیو هیوادونو کې د مېشتو افغان کډوالو شمېر ۸،۲ میلیونو ته رسیدلی دی.

نن دوشنبه د ډیسمبر ۱۸مه د کډوالۍ له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټریش د کډوالۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، د کډوالۍ انساني او منظم مدیریت کولی شي ټولو ته ګټه ورسوي. خو وايي که مدیریت يې سم و نه شي ناورینونه زیږوي.

بل خوا د ملکرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ وايي،‌ د ۲۰۲۱ کال راهیسې له ۱،۶ میلیونو ډیر افغانان له خپل هیواده وتلي، چې په دې سره په ګاونډیو هیوادونو کې د مېشتو افغان کډوالو شمېر ۸،۲ میلیونو ته رسیدلی دی.

او لږ تر لږه ۳،۲ میلیونه افغانان په خپل هیواد کې بې ځایه شوي دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې له سوريې او اوکراین وروسته افغانان دریم لوی بې ځایه شوی نفوس لري.

په ۲۰۲۳ کال کې لږ تر لږه ۸،۲ میلیونه افغانان په ۱۰۳ بېلابیلو هیوادو کې مېشت وو.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري وايي، د افغان کډوالو لوی اکثریت په پاکستان او ایران کې ژوند کوي.

د دغه سازمان له لوري په خپرو شویو معلوماتو کې ویل شوي چې ، دا په نړۍ کې د کډوالو تر ټولو لوړ شمېر دی.

په دې وروستیو دوه میاشتو کې پاکستان او ایران د افغان کډوالو په زور اېستلو لړۍ پیل کړې او تر دې دمه له پاکستانه تر څلورنیم لکه ډیر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي خو د دغه کډوالو په ستنېدو سره په افغانستان کې د لوږې کچه نوره هم لوړه شوې.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري وايي، د ۲۰۲۳ کال تر سپټمبر پورې له ۱۱۴ میلیونو څخه ډیر خلک د جګړو، تاوتریخوالي او د بشري حقونو څخه د سرغړونو له امله په جبري توګه بې ځایه شوي.

دغه سازمان وايي، د تېرو لسو کلونو پرتله په نړۍ کې کډوالۍ دوه برابره ډیره شوې.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x