امریکايي چارواکو ویلي دي چې په هغه هېواد کې د یوې وړې روزنیزې الوتکې د راغورځېدو په پېښه کې د افغانستان د پخواني حکومت د هوايي ځواک د پیلوټ په ګډون درې تنه وژل شوي دي.
د کاوایاېن خبري اژانس د راپور له مخې، دغه پېښه د شنبې ورځ، د لیندۍ په ۲۵مه د امریکا د اوریګون په ایالت کې شوې ده.
د متحده ایالاتو د چارواکو په وینا، دغې الوتکې د اورګون له مک مینویل هوایی ډګر څخه د اینډیپنډنس ایالت هوایی ډګر ته الوتنه کوله چې د «شدیدو بادونو» په منځ کې یې د برېښنا له مزي سره ټکر وکړ.
د اوریګون ایالت پولیس وايي، د دې پېښې په ترڅ کې د پخواني حکومت د هوايي ځواک پیلوټ محمد حسین موسوي د محمد بشیر صفدري او علیجان فردوسي په نومونو له دوو نورو پناه غوښتونکو سره یوځای وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې دغو کسانو له تېر یوه کال راهیسې د خپل جواز د ترلاسه کېدو لپاره تمریناتي الوتنې کولې.
دغه درې کسان د تېر حکومت له سقوط وروسته امریکا ته تللي او په بیورټون کې یې د افغانانو ملاتړ شبکې سره کار کاوه.
د خپاره شویو راپورونو له مخې، د افغانستان دولتي پوځ په ۱۴۰۰ لمریز کال کې شاوخوا ۶ زره او ۸۰۰ هوايي ځواکونه لرل.
د دغه پوځ ډېری پیلوټان او انجینران د طالبانو له خوا د ژوند ګواښ له امله له افغانستانه وتلي دي.
يو شمېر يې امريکايي او اروپايي هېوادونو ته رسېدلي او ځينې نور يې د افغانستان په ګاونډيو هېوادونو کې بې برخلیکه ژوند تیروي.
اړوندې لیکنې :
- امریکا او په دریو کلونو کې د دریو حکومتونو (افغانستان، پاکستان او بنګله دیش) سقوط
- د کاپيسا په آسمان کې د بېپیلوټه الوتکې ګزمې
- د سقوط درې کلنه کلیزه: په افغانستان کې د ملی بې باورۍ یوه لویه سیوری
- په افغانستان کې د حکومتونو د سقوط د عواملو په اړه له یوې ایراني رسنۍ سره د عبدالشهید ثاقب…
- ایران له زندانونو زر تنه افغان بندیان افغانستان ته انتقالیږي
- ټربیون: افغان طالبانو د زیاتېدونکي فشار له امله د ټيټيپي یو شمېر غړي ونیول