روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۴۶ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۸:۴۶
: 1

طالبانو له ۱۲۰ زرو د زیاتو معلولانو، یتیمانو او پخوانیو نظامیانو د کونډو نوم لیکنه پیل کړې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو د شهیدانو معلولانو چارو وزارت ویاند وايي د زرګونو معلولانو، یتیمانو او کونډو نوم لیکنه پیل شوې. فيصل خاموش وايي چې، د طالبانو د شهيدانو او معلولانو په وزارت کې د پخواني حکومت د نظامیانو ١ لک او ۲۰ زره او ٣٧٨ معلولان، يتيمان او کونډې ثبت شوې دي.

د طالبانو د شهیدانو معلولانو چارو وزارت ویاند وايي د زرګونو معلولانو، یتیمانو او کونډو نوم لیکنه پیل شوې.

فيصل خاموش وايي چې، د طالبانو د شهيدانو او معلولانو په وزارت کې د پخواني حکومت د نظامیانو ١ لک او ۲۰ زره او ٣٧٨ معلولان، يتيمان او کونډې ثبت شوې دي.

د افغانستان پخواني حکومت سره د طالبانو په شل کلنه جګړه کې ډېری ولسي وګړي او نظامیان ووژل شول، معیوب شول او ګڼ شمېر ښځې او ماشومان بې کوره او یتیمان شول.

د طالبانو د شهیدانو او معلولانو وزارت ویاند په یوه ویډیو کې چې د یکشنبې په ورځ (لیندۍ ۲۶مه) د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون په اېکس پاڼه خپره شوې ویلي چې ټول راجسټر شوي کسان میاشتنی نغدي معاش اخلي.

د ماشومانو خوندیتوب نړیوال سازمان تېر کال ویلي و، چې په نادولتي موسسو کې د ښځو پرکار کولو د بندیز له امله کونډې او مجردې ښځې مرستو ته لاسرسی نه شي موندلی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x