روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۱۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۱۸

ډونلډ ټرمپ: ‘ناقانونه’ پناه غوښتونکي زموږ د هېواد په وینه کې ‘زهر’ ګرځي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د امریکا د راتلونکي کال په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو مخکښ نوماند وايي: «ناقانونه پناه غوښتونکي زموږ د هیواد وینه زهري کوي.»تر دې مخکې پر ډونلډ ټرمپ نیوکه کونکو د پناه غوښتونکو په اړه د هغه ورته څرګندونې «توکمپالنه» او د «نازي» ادب پالنه بللې وه.

د امریکا د راتلونکي کال په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو مخکښ نوماند وايي: «ناقانونه پناه غوښتونکي زموږ د هیواد وینه زهري کوي.»

تر دې مخکې پر ډونلډ ټرمپ نیوکه کونکو د پناه غوښتونکو په اړه د هغه ورته څرګندونې «توکمپالنه» او د «نازي» ادب پالنه بللې وه.

ډونلډ ټرمپ دغه څرګندونې د شنبې په ورځ (د لیندۍ په ۲۵مه) په نیو همپشایر ایالت کې د ټاکنیز کمپاین پر مهال وکړې.

د سپټمبر په وروستیو کې د امریکا پخواني ولسمشر د پناه غوښتونکو په اړه له «نیشنل پلس» وېبپاڼې سره په مرکه کې د «وینې زهري کولو» اصطلاح کارولې وه، چې په اړه یې پراخې نیوکې وشوې.

جیسن سټینلي، د ییل پوهنتون پروفیسور او د فاشیزم په اړه د کتاب لیکوال وايي چې د ټرمپ لخوا د داسې ادبیاتو کارول ګواښوونکي دي. د ښاغلي سټینلي په وینا، د ټرمپ دا څرګندونې د نازي مشر اډولف هټلر د هغه د کتاب «زما جګړه» کې د بیانونو تکرار دی. په هغه کتاب کې هټلر د یهودانو له خوا د «جرمني د وینو زهري کولو» په اړه خبرداری ورکړی و.

ډونلډ ټرمپ په خپله وینا کې وویل چې پرسوېلي امریکا سربېره له اسیا او افریقا څخه هم «نا قانونه» کډوال امریکا ته را ننوځي. د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر زیاته کړه: «دوی له ټولې نړۍ څخه زموږ هیواد ته را روان دي.»

ټرمپ ژمنه کړې چې که د امریکا د ولسمشر په توګه بیا وټاکل شي، د «نا قانونه کډوالۍ» پر وړاندې به مبارزه کوي او قانوني کډوالۍ به هم را کموي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x