روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۵۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۵۲

طالبان: په کندهار او لښکرګاه ښارونو د کجکي بند برېښنا پرې شوه

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په هلمند کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، په کجکي بند کې د اوبو کموالي له امله يې په کندهار او لښکرګاه ښارونو برېښنا پرې کړې ده. خو د دغو ښارونو اوسېدونکي وايي، د ژمي په دغه سړه هوا کې د برېښنا د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ شوي.

په هلمند کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، په کجکي بند کې د اوبو کموالي له امله يې په کندهار او لښکرګاه ښارونو برېښنا پرې کړې ده.

خو د دغو ښارونو اوسېدونکي وايي، د ژمي په دغه سړه هوا کې د برېښنا د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ شوي.

په هلمند کې د طالبانو اطلاعات او کتلور ریاست د شنبې په ورځ د (لیندۍ ۲۵مه) یوه خبرپاڼه خپره کړې او په کې لیکلي یې دي چې، د کجکي د اوبو په بند کې د اوبو د کموالي له امله د برېښنا او اوبو لګولو ریاست په همغږئ یې د کجکي د برېښنا د تولید فابریکه تر نامعلومې مودې پارچاو کړې ده.

په دغه خبرپاڼه کې د کجکې د تولیدي برېښنا د فابریکې د پارچاو کېدو لامل په بند کې د اوبو کموالی یاد کړی.

د کجکې برېښنا د پارچاو کېدو سره په هلمند او کندهار ولایتونو کې زرګونه کورنۍ د برېښنا له نشت سره مخ شوي ځکه چې په دغو ولایتونو کې د وارداتي برېښنا نه شتون له امله د کجکي بند برېښنا یواځنۍ برېښنا ده چې په دغو دوو ولایتونو کې ورڅخه ګټه اخیستل کیږي.

د لښکرګاه ښار یو شمېر اوسیدونکي وايي د ځايي مسولانو د بېغورۍ له امله برېښنا نه لري.

شعیب احمد وايي: «اوس خو ژمی دی لمریز سولرونه هم کار نه کوي هوا سړه ده د برېښنا پارچاو کېدل ستونزمن شوي طالبانو باید په سم ډول د کجکي بند اوبه مدیریت کړی وای اوس به موږ له دې ستونزې سره نه مخ کېدلی.»

په هلمند کې د برېښنا شرکت مسولانو ویلي چې په څلرویشت ساعتونو کې د ښار ټولو برخو ته د جنراتور یوه ساعته برېښنا ورکول کیږي.

د کندهار یو شمېر اوسیدونکي بیا غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې د وارداتي برېښنا هغه پروژه بشپړه شي، چې له څو کلونو یې له کابل څخه تر کندهاره پورې د مزو د وصلیدو چارې روانې دي.

د کندهار اوسېدونکی رفیع الله وايي: «د کجکي په برېښنا هیڅ باور نه شته کله چې اوبه هم وي بیا هم ډیری وختونه د تخنیکي ستونزو په رامنځته کیدو سره بریښنا نه وي، طالبان دې کندهار ته د وارداتي بریښنا د وصلیدو پروژه چټکه کړي.»

په هلمند کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي د کجکي په بند کې د اوبو د کموالي له امله د برېښنا د پارچاوئ تر څنګ د کرنې لپاره د اوبو لګول یې بند کړي او تر هغه وخته به په هلمند او کندهار کې برېښنا نه وي، چې بارانونه نه وي شوي او په دغه بند کې اوبه نه وي ذخیره شوې.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x