روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۳۸ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۹:۳۸
: 1

د واده غوښتنې نه منل؛ پروان کې یوه ځوان ځان‌وژنه وکړه

پایگاه خبری تحلیلی روایت : سیمه‌ییزو سرچینو په پروان کې د یوه ځوان د ځان‌وژنې خبر ورکړی. سرچينې رسانو ورځپاڼې ته تاييد کړې چې دغه ځوان نثاراحمد نادري نومېده او د شنبې ورځ د لیندۍ په ۲۵مه د ماښام مهال د جبل السراج ولسوالۍ په مناره سيمه کې ځان‌وژنه کړې ده.

سیمه‌ییزو سرچینو په پروان کې د یوه ځوان د ځان‌وژنې خبر ورکړی.

سرچينې رسانو ورځپاڼې ته تاييد کړې چې دغه ځوان نثاراحمد نادري نومېده او د شنبې ورځ د لیندۍ په ۲۵مه د ماښام مهال د جبل السراج ولسوالۍ په مناره سيمه کې ځان‌وژنه کړې ده.

که څه هم د نثاراحمد د ځان‌وژنې انګېزه تر اوسه نه ده معلومه، خو سرچینې ادعا کوي چې د خپلې خوښې نجلۍ د کورنۍ له خوا د واده غوښتنې د نه منلو له امله یې  د «موږګ وژنې» زهر خوړلي او خپل ژوند یې پای ته رسولی دی.

دغه ځوان روغتون ته په لاره کې د «د موږک وژنې زهرو» له خوړلو وروسته مړ شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د يادونې وړ ده چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ځان‌وژنو پېښو کچه بې ساري لوړه شوې ده.

شنونکي وايي چې د ځان‌وژنې د زیاتوالي لاملونه بې وزلي، بېکاري، اجباري ودونه، کورنۍ تاوتریخوالی او د طالبانو لخوا وضع شوي محدودیتونه دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x