روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۲۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۲۶

سلطان محمود او شاهنامې؛ فردوسي ولې له غزني څخه تش لاس راستون شو؟

پایگاه خبری تحلیلی روایت : او حقیقت ته نه ګورې چې یو پاچا بل پاچا ته ماته ورکړ د دې خبرو د یادولو موخه دا وه چې د غزنوي سلطان محمود د شاهنامي له بشپړولو مخکې د هغې ځینې برخې لوستلې وې .کله چې د شاهنامې لیکنه په ۱۴ رجب ۴۰۰ م کې بشپړه شوه فردوسي په خوښۍ سره له طوس تر غزني پورې اوږد مزل وکړ ترسو په شخصي توګه د غزني سلطان محمود ته شاهنامه وړاندې کړي او اجریې تر لاسه کړي.د ا معلومه نه د چې په دې سفر کې څه وشول خو دومره روښانه ده چې سلطان محمود غزنوي خپله ژمنه پوره نکړه او فردوسي تش لاس راستون شو.

موږ پوهیږو چې د فردوسي شاهنامه د سامانیانو په دوره کې پیل شوې وه، خو د غزنویانو د واکمنۍ پر مهال دا کار بشپړ شو.

ویل کیږي چې د غزنوي سلطان محمود  د فردوسي سره ژمنه کړې وه.

چې د دې کار د پای ته رسیدو په صورت کې به هغه ته ۶۰۰۰۰ سرو زرو سکې د ډالۍ په توګه ورکړی.

فردوسي د غزني سخاوت مندانه مرسته په ورته ژمنې سره طوس ته راستو شو او د شاهنامې هره برخه یې د غزنې دربارته په ستاینې سره پای ته ورسوله .

سلطان محمود غزنوي دا برخې ولووستلې حتی یو روایت دی چې کله یې د ری ښار برید وکړ هغه ولیدل چې د ښار تل په شرابو څښلو او د شطرنج په لوبو بوخت وه هغوی ونیول او د سلطان حضور ته یې بوتلل سلطان محمود ترې وپښتل : آیا تا په شاهنامې کې د ایرانیانو تاریخ ، د طبری تاریخ او د اسلام تاریخ نه دی ولوستی ؟

هغه ځواب ورکړ چې هغه لوستلی دی . بیا سلطان محمود وایې : نو بیان ولې ستا عمل له خبرو سره سمون نه خوري ؟

او حقیقت ته نه ګورې چې یو پاچا بل پاچا ته ماته ورکړ د دې خبرو د یادولو موخه دا وه چې د غزنوي سلطان محمود د شاهنامي له بشپړولو مخکې د هغې ځینې برخې لوستلې وې .

کله چې د شاهنامې لیکنه په ۱۴ رجب ۴۰۰ م کې بشپړه شوه فردوسي په خوښۍ سره له طوس تر غزني پورې اوږد مزل وکړ ترسو په شخصي توګه د غزني سلطان محمود ته شاهنامه وړاندې کړي او اجریې تر لاسه کړي.

د ا معلومه نه د چې په دې سفر کې څه وشول خو دومره روښانه ده چې سلطان محمود غزنوي خپله ژمنه پوره نکړه او فردوسي تش لاس راستون شو.

البته د فردوسي له راستنیدو وروسته د غزنوي سلطان محمود د سرو زرو سکې ولیږلې خو ډیره ناوخته شو ځکه چې د سرو زرو سکې طوس ته رسیږي کله چې فردوسي مړشي او د ښار خلک د هغه د ښخولو لپاره د هغه جسد راوړي.

سلطان محمود ولې فردوسي له غزني څخه تش لاس راستون کړ؟

اسټیون فردریک اسټار په خپل کتاب (روښانتیا کې سوځیدنه) کې په دې برخه کې شپږ امکانات وړادیز کوي : سټړیا چې سلطان محمود مشهور وه ښایې دهغه د وفاداري له لاسه ورکولو سبب شوی وي.

چې له خپل ژمني وګرځي د غزني په دربار کې تر ۴۰۰ ډیر شاعران وه ملک اشعراء عنصری د دربار شاعر و ښایې د حسد یو عنصر د سلطان محمود بدل کړی وي.

ښایې د غزني د دربار شاعرانو سلطان ته ویلي وي چې فردوسي د پخوا  زمانو اتلانو ته ډیره پاملرنه کړې وه نه د معاصرو اتلانو چې یو یې په خپله سلطان دی ویل کیږي چې د فردوسي د سلطان محمود څخه ناهیلی شو نو د شاهنامي یو نقل یې هم یو شیعه امیر ته وړاندې کړ او دې کار سلطان په غصه کړ .

دوی سلطان ته یې وویل چې فردوسي په شاهنامې کې د زردشتیانو مثبت انځور وړاندې کړ .

ښایې لامل یې دا وي چې سلطان نور له فارسي سره مینه نه درلوده او د بغداد د نیولو پلان یې درلود نو عربي ژبه ته یې ډیره پاملرنه کوله.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x