روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۳۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۳۲

د حماس مشر: په غزه کې له دې حماس پرته د هر ډول ادارې جوړول یو خیال دی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د حماس مشر اسماعیل هنیه د چهارشنبې په ورځ په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل، چې د حماس پرته په غزه کې د هر ډول ادارې جوړول یو خیال دی.اسماعیل هنیه وايي: “موږ د هر هغه نظر یا نوښت په اړه بحث ته چمتو یو چې د اسراییل تېری پای ته ورسوي او په لویدیځه غاړه او د غزې په تړانګه کې د فلسطینيانو د کورونو جوړولو ته لار پرانیزي.”

د حماس مشر اسماعیل هنیه د چهارشنبې په ورځ په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل، چې د حماس پرته په غزه کې د هر ډول ادارې جوړول یو خیال دی.

اسماعیل هنیه وايي: “موږ د هر هغه نظر یا نوښت په اړه بحث ته چمتو یو چې د اسراییل تېری پای ته ورسوي او په لویدیځه غاړه او د غزې په تړانګه کې د فلسطینيانو د کورونو جوړولو ته لار پرانیزي.”

هغه په غزه کې د جګړې د درولو لپاره د سعودي عربستان، د عربي او اسلامي هېوادونو د وزيرانو د کمېټې د هڅو هرکلى وکړ.

نوموړي پر عربي هېوادونو هم غږ وکړ، چې د جګړې د درولو لپاره له ټولو لارو چارو کار واخلي.

په همدې حال کې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دې هېواد په سویل کې له یوه زندانه، چیرې چې د حماس غړي ساتل کیږي د لیدنې پر مهال ټینګار وکړ، چې د اسراییل پوځ به د حماس پر واړاندې تر بشپړې بریا او د حماس تر له منځه وړلو پورې خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه: “هېڅ څه به زمونږ مخه ډب نه شي کړی.”

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x