روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۴۵ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۲۰:۴۵
: 2

د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ په ځنګلونو کې لګېدلی اور لا هم مړ شوی نه دی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د درېیو ورځو راهیسې د لغمان د الیشنګ ولسوالۍ له ځنګلونو د اور لمبې پورته کېږی؛ خو لا هم دغه اور نه دی مړ شوی. د الیشنګ ولسي خلک وايي، هغوی خپل ټول شته امکانات په کار اچولي او د اور د وژلو له پاره یې ولسي اشر هم کړی.

د درېیو ورځو راهیسې د لغمان د الیشنګ ولسوالۍ له ځنګلونو د اور لمبې پورته کېږی؛ خو لا هم دغه اور نه دی مړ شوی.
د الیشنګ ولسي خلک وايي، هغوی خپل ټول شته امکانات په کار اچولي او د اور د وژلو له پاره یې ولسي اشر هم کړی.

خو لا هم له ځنګله څخه د اور لمبې پورته کېږي، دوی له طالبانو غواړي چې د اور وژنې ډلې سیمې ته واستوي چې د دغه زورور اور په وژلو کې ورسره مرسته وکړي.

که څه هم چې تر دې مهاله هلته د اور د لګېدو لامل نه دی معلوم؛ خو د مني او ژمي په سړې هوا کې ځینی خلک او شپانه د ځانونو د تودولو له پاره اورونه بلوي، چې په پایله کې یې دغه شان پېښې رامنځته کېږي.
د الیشنګ ولسوالۍ د اوسېدونکو په وینا، دا وخت په تیلي غر، میلي دره، ټپکال او د څو نورو غرنیو سیمو په ځنګلونو کې اورونه لګیدلي او د دغو اورونو لمن مخ په پراخېدو ده.
په دغو ځنګلونو کې د ځڼغوزیو دنګې، دنګې پریمانه ونې شته چې تر ډېره د سیمه‌ییزو خلکو اقتصاد هم ورسره تړلی دی.
په وروستیو څو کلونو کې د افغانستان د ختیځ، کونړ، ننګرهار او نورستان په ځنکلونو کې څو ځلې اورونه لګېدلي چې له امله یې پراخ ځنګلونه لولپه او په اېرو بدل شوي دي.
نن سبا په افغانستان کې هم ښایي د اور وژنې داسې امکانات او اسانتیاوې نه وي، چې اوسني واکمنان دې وتوانیږي، د دغسې طبیعي ناورینونو مخه پرې ونیولای شي، له بله پلوه تر اوسه د نړۍ یو هېواد هم د طالبانو واکمني په رسمیت نه ده پېژندلې، چې په دې برخه کې دې له طالبانو سره مرسته او همکاري وکړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x