روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۳۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۳۰

سرچينې: د تمدن ټلویزیون خبریال عبدالرحیم محمدي له څو ورځو راهیسې د طالبانو په بند کې دی

د ځایي سرچینو د راپورونو پر بنسټ، د تمدن ټلویزیون خبریال عبدالرحیم محمدي له تېرو شپږو ورځو راهیسې د طالبانو په بند کې دی.

د سرچینې په خبره، نوموړی له نږدې یوې اونۍ راهیسې د استخباراتو له خوا د نامعلوم دلیل له امله نیول شوی دی.

د عبدالرحیم محمدي ورور له رسانو سره په خبرو کې وویل: «ورور مې تېره اونۍ د دوشنبې په ورځ تر هغه وروسته بیرته کور ته رانغی چې د استخباراتو له خوا وغوښتل شو او بیا لا درکه شو.»

نوموړی وایي چې، د تمدن ټلویزیون د مسوولانو او د خبریالانو د ځایي ملاتړو ادارو له خوا د هغه د خوشې کیدو په اړه هڅې روانې دي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې پر نا دولتي رسنیو او د هغوی پر کارکونکو فشارونه په زیاتېدو دي، د جلا وطنه افغان خبریالانو فډراسیون بیا په دې برخه کې له نړیوالو بنسټونو همکاري غواړي.

د جلا وطنه افغان خبریالانو د فډراسیون ویاند حشمت الله وجداني له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې، په ټوله کې په افغانستان کې رسنۍ له بېلابېلو فشارونو سره مخامخ دي.

د یادولو ده چې، د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا (نی) د راپورونو له مخې، پر افغانستان د طالبانو د څه باندې دوو کلونو واکمنۍ پر مهال د افغانستان شاوخوا ۵۰ سلنه رسنۍ له کاره لوېدلې او د رسنیو ۷۰ سلنه کارکونکي یا هم خبریالان وزګاره شوي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x