روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۳۸ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۸:۳۸
: 1

د بشري حقونو نړۍواله ورځ؛ یوناما: په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا هم کړکیچن دی

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  د ملګر ملتونو مرستندویه ادارې (یوناما) د ډیسمبر په ۱۰مه د «بشري حقونو د نړۍوالې ورځې» په مناسبت اعلان کړی چې د «۲۰۲۱ کال له اګست وروسته د وسله‌وال تاوتریخوالي د کموالي» تر څنګ په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا هم کړکیچن دی.

د ملګر ملتونو مرستندویه ادارې (یوناما) د ډیسمبر په ۱۰مه د «بشري حقونو د نړۍوالې ورځې» په مناسبت اعلان کړی چې د «۲۰۲۱ کال له اګست وروسته د وسله‌وال تاوتریخوالي د کموالي» تر څنګ په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا هم کړکیچن دی.

یوناما د یک‌شنبې ورځ، د لیندۍ په ۱۹مه د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت د یوې اعلامیې په خپرولو سره له طالبانو غوښتي چې د افغانستان لپاره د یوه باثباته، سوله‌ییز او سوکاله راتلونکي د بنسټ ډبرې په توګه د بشري حقونو ژمنې ومني او ملاتړ یې وکړي.

د یوناما مشرې رزا اوتونبایوا ویلي، طالب چارواکي د ټولو افغانانو په وړاندې پراخ مسوولیت لري چې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ وکړي.

د هغې په ​​وينا، د افغانستان راتلونکي سوکالۍ، يووالي او ثبات د ټینګښت لپاره بايد بشري حقونه خوندي شي.

په اعلامیه کې راغلي: «پر ښځو او نجونو باندې د سختو محدودیتونو سربېره، یوناما د غیر قضایي وژنو، شکنجې او ناوړه چلند، جسمي مجازاتو، په خپل سري توګه نیول او توقیف او د بندیانو له حقونو څخه د نورو سرغړونو د پېښو ثبتولو ته دوام ورکوي.»

د یوناما په وینا، هغه کسان چې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په ملاتړ کې خبرې کوي، د طالبانو له خوا له خپل سري نیونې، ګواښونو او سانسور سره مخ دي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ویلي وو چې په افغانستان کې بشري حقونه د «د سقوط په حال» کې دي او د میلیونونو خلکو ژوند یې اغېزمن کړی دی.

ولکر ترک د دغه سازمان د بشري حقونو په ۵۴ مه غونډه کې پر افغان نجونو او ښځو پراخو بندیزونو ته په اشارې سره ویلي چې د طالبانو د رژیم قوانین د خلکو پر حقونو او ازادۍ سیستماتیک برید دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x