روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۴۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۴۸

نوازشریف: د پاکستان نړیوال باور له ګاونډیو هېوادونو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو په ښه کېدو پورې تړلی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د پاکستان پخواني لومړي وزیر د افغانستان، هند او ایران په ګډون له ګاونډیو هېوادونو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو پر ښه کېدو ټینګار کړی.د اېکسپریس ټریبیون د راپور له مخې، شریف د شنبې ورځ، د لیندۍ په ۱۸مه په لاهور کې په یوه غونډه کې ویلي چې د پاکستان نړۍوال باور له هغو هېوادونو سره په دوستانه اړیکو پورې تړلی دی چې دغه هېواد ورسره پوله لري.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر د افغانستان، هند او ایران په ګډون له ګاونډیو هېوادونو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو پر ښه کېدو ټینګار کړی.

د اېکسپریس ټریبیون د راپور له مخې، شریف د شنبې ورځ، د لیندۍ په ۱۸مه په لاهور کې په یوه غونډه کې ویلي چې د پاکستان نړۍوال باور له هغو هېوادونو سره په دوستانه اړیکو پورې تړلی دی چې دغه هېواد ورسره پوله لري.

د هغه په ​​وينا، که ګاونډي هېوادونه ترې خپه وي، نو په نړۍوال ډګر کې د پاکستان د جدي کېدو تمه نه شي کېداى.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر زیاته کړې چې له هند، افغانستان او ایران سره د اړیکو ښه کول او له چین سره د اړیکو ټینګول د ده د ګوند په اجنډا کې دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې طالبانو په څه باندې دوو کلونو کې د دویم ځل لپاره په افغانستان کې واک ترلاسه کړی د دې ډلې له رژیم سره د اسلام‌باد اړیکې چې یو وخت ډېرې نږدې وې، له ناڅاپه ترینګلتیا سره مخامخ شوې دي.

د افغان او بهرنیو سیاستوالو په ګډون د ډېرو په اند، اسلام‌اباد د طالبانو اصلي ملاتړی و.

د افغان طالبانو په منځګړیتوب د دې ډلې او اسلام‌اباد ترمنځ د سولې د خبرو له ناکامېدو وروسته د تحریک طالبان پاکستان د خونړیو بریدونو زیاتوالي د دې ډلې او اسلام اباد اړیکې سختې ترینګلې کړې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x