روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۰۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۹-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۹-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۰۷

د فوربس مجلې اغېزناکه څېره: انلاین زده‌کړې افغان نجونې د کور له څلورو دیوالو بهر نه راباسي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : یوه افغانه متشبثه سارا واحدي وایي، چې د افغان ښځو او نجونو لپاره انلاین زده‌کړې کافي نه دي او «مبارزه باید د جنسیتي توپیر په له منځه وړلو متمرکزه وي.»هغه وايي، ښځو ته د انلاين زده‌کړو له بشپړولو وروسته د کار اجازه نه ورکول کېږي او «د کور په څلورو ديوالونو کې اېسارې پاتې کیږي.»

یوه افغانه متشبثه سارا واحدي وایي، چې د افغان ښځو او نجونو لپاره انلاین زده‌کړې کافي نه دي او «مبارزه باید د جنسیتي توپیر په له منځه وړلو متمرکزه وي.»

هغه وايي، ښځو ته د انلاين زده‌کړو له بشپړولو وروسته د کار اجازه نه ورکول کېږي او «د کور په څلورو ديوالونو کې اېسارې پاتې کیږي.»

اغلې واحدي د شنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې طالبان انلاین زده‌کړو ته اندېښنه نه کوي ځکه چې دا په ټولنه کې د ښځو برخه اخیستنه کې مرسته نه کوي، ښځې او نجونې به «له ټولنیز ډګره ورکې شي.»

د احتساب پلیټ فارم بنسټ ایښودونکې وویل: «افغان ښځې او نجونې په کلکه د حضوري زده‌کړو غوښتونکي دي او دوی له نړۍ څخه غواړي چې د دوی د غوښتنو لپاره د عدالت غوښتنه وکړي.»

سارا واحدي د ۲۰۲۰ په دوبي کې د احتساب اپلیکېشن رامنځته کړ، فوربس مجلې لیکلي چې کاروونکي يې کولی شي د ډزو، سړکونو خنډونو، چاودنو او نور امنیتي ګواښونه وڅیړي.له همدې امله، سارا واحدي د فوربس مجلې له ۳۰ کلنو د کم عمر له ۳۰ اغیزمنو ځوانو شخصیتونو څخه وګڼل شوه.

سارا واحدي وویل چې د ټیکنالوژۍ د متشبثې په توګه له هغې څخه وغوښتل شول چې د ښځو او نجونو لپاره د انلاین زده‌کړې پلیټ فارم رامینځته کړي. نوموړې ویلي چې، «دا باید د ښځو د زده‌کړو لپاره وروستۍ حربه وي.»

هغې لیکلي: «ډیر پټ ښوونځي فعالیت کوي، نو په دې سره په ټول هیواد کې ۱۴ میلیونه ښځې او نجونې شته او طالبان ورځ په ورځ د انلاین فعالیتونو په څارنه کې مهارت پیدا کوي.»

طالبانو له شپږم ټولګي وروسته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی. اوس مهال ښځې له ډېرو بندیزونو سره یوازې د پوهنې او روغتیا په برخو کې کار کولای شي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x