روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۵۷ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۸:۵۷
: 1

د ویانا کنفرانس؛ «لارنقشه» یو مخ پر وړاندې ګام

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ویانا دریم کنفرانس پای ته ورسید. د دې غونډې اعلامیې « د یوه ډیموکراټیک سیاسي نظام د جوړېدو د اساسي بنسټونو په توګه په افغانستان کې د ډیموکراسۍ، بشري حقونو او ملي یووالي اصولو ته خپله ژمنتیا» تازه کړې ده. د دغې غونډې ګډونوالو د ملګرو ملتو پر چورلیز رول د ټینګار ترڅنګ، له دغه سازمانه غوښتي چې « د آزادۍ، سولې، ثبات، ډيموکراسۍ، بشري حقونو، د قانون د حاکمیت او د بشري مرستو د عادلانه وېش د دوام د تامین لپاره» عملي اقدامات ترسره کړي. له ترهګرۍ سره مبارزه او د بشري حقونو د سرغړونو ثبتېدل د ویانا د غونډې د ګډونوالو په نورو غوښتنو کې راځي. یو بل مهم مورد چې اعلامیه پرې ټینګار کوي «د ملګرو ملتونو د منشور پربنسټ، د خپل برخلیک د ټاکلو د حق لپاره د خلکو له مقاومته ملاتړ» دی.

د ویانا دریم کنفرانس پای ته ورسید. د دې غونډې اعلامیې « د یوه ډیموکراټیک سیاسي نظام د جوړېدو د اساسي بنسټونو په توګه په افغانستان کې د ډیموکراسۍ، بشري حقونو او ملي یووالي اصولو ته خپله ژمنتیا» تازه کړې ده. د دغې غونډې ګډونوالو د ملګرو ملتو پر چورلیز رول د ټینګار ترڅنګ، له دغه سازمانه غوښتي چې « د آزادۍ، سولې، ثبات، ډيموکراسۍ، بشري حقونو، د قانون د حاکمیت او د بشري مرستو د عادلانه وېش د دوام د تامین لپاره» عملي اقدامات ترسره کړي. له ترهګرۍ سره مبارزه او د بشري حقونو د سرغړونو ثبتېدل د ویانا د غونډې د ګډونوالو په نورو غوښتنو کې راځي. یو بل مهم مورد چې اعلامیه پرې ټینګار کوي «د ملګرو ملتونو د منشور پربنسټ، د خپل برخلیک د ټاکلو د حق لپاره د خلکو له مقاومته ملاتړ» دی.

د ویانا د دریم کنفرانس په اعلامیه کې د طالبانو د مخالفو ځواکونو د لاهمغږۍ په موخه د واحد سیاسي چتر د جوړېدو لپاره د «د لارنقشې» ترتیب او وړاندې کېدو ته هم نغوته شوې ده. د دې غونډې برخه والو  له دغې «لار نقشې» د نړۍوال ملاتړ غوښتنه کړې او له « سازمانونو، شخصیتونو او سیاسي ګوندونو یې » غوښتي چې په دې بهیر کې شامل شي.

که څه هم تر اوسه دا طرحه نه ده په ډاګه شوې او له همدې امله څرګنده نه ده چې د طالبانو د مخالفو ډلو د سیاسي یووالي لپاره کومې لارې چارې وړاندې کوي. خو د دې «لار نقشې» د چمتو کولو روحیه د ټولو هغو ځواکونو د راټولولو لپاره د پرمختګ پر لور یو ګام او هیله منوونکې هڅه ده چې د دې ډلې پر وړاندې د مبارزې په لټه کې دي. د طالبانو مخالف ځواکونه له څه باندې دوو کلونو راهیسې تیت او او پاشلي وو او له همدې امله نه دي توانېدلي چې د دغې ډلې پر وړاندې هیله بخښونکې او اغېزناکه مبارزه وکړي. هغه دوه جبهې چې له طالبانو سره پر وسله والې مبارزې بوختې دي، په تېرو دوو کلونو کې نه یوازې دا چې پیاوړې شوې نه دي، بلکې خپلې لا ډېرې ناتوانۍ او کمزورۍ یې نندارې ته وړاندې کړې دي.

په سیاسي ډګر کې هم د طالبانو مخالفان په ښه حالت کې نه دي. ته به وایي چې دا ځواکونه لا هم د طالبانو لاس ته د افغانستان د سقوط له شوکه نه دي راوتلي او له همدې امله نور وخت ته اړتیا لري چې ځانونه بېرته منظم کړي. د طالبانو د مخالفو ځواکونو یوه برخه چې د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت په عالي شورا کې راټول شوي دي، کومه ځانګړې لاسته راوړنه نه لري چې د افغانستان د سیاست په لوبه کې د دغو کسانو د اغېزناک او مثبت رول په تړاو خوشبینه شو. دوی اوس هم د بهرنیانو د مداخلې په تمه دي، چې یو ځل بیا د هغوی له خوا ونازول شي. داسې برېښي چې دا ډله د افغان سیاست له  ګڼې ګوڼې په  ډک بازار کې تر ډېره بریده غیر فعاله ده او له همدې امله یې ډېر کار له وسه پوره نه دی. کله کله دلته او هلته خپل نظرونه بیانوي چې د خلکو په ذهنونو کې په بشپړه توګه هیر نه شي او بیا بیرته لادرکه کیږي.

په ټوله کې د طالبانو پر وړاندې ځوان ځواکونه په ډیر قوت او استقامت سره فعالیت کوي، او له همدې امله – که کومه هیله پاتې وي – له دغو ځواکونو یې لرلای شو. د «لارنقشه» چې د ویانا د درېیم کنفرانس پایله ده، د طالبانو پر ضد د یوه سیاسي بدیل د رامنځته کېدو پر لور لومړی اخیستل شوی ګام دی. که څه هم دا ګام کوچنی دی، خو که له نورو کوټلو او جدي اقداماتو سره یوځای شي، د طالبانو د رژیم پر وړاندې لومړنۍ سیاسي-پوځي جبهه رامنځته کولای شي. که چېرې دغه جبهه په هیواد کې دننه د پوځي فعالیتونو له زیاتېدو او پراخیدو سره هممهاله، له افغانستانه بهر سیاسي فعالیتونه ترسره کړي، د طالبانو پر وړاندې به مقاومت ډیر جدي او هیله بخښونکي پړاو ته داخل شي.

په دې وروستیو کې له طالبانو د سیمې د هېوادونو د نارضایتۍ له زیاتېدو وروسته، د دغې ډلې د ځینو مخالفو ځواکونو د تدریجي ويښتیا شاهدان یو، هغو ځواکونو چې پخوا یې په یو دلیل نه یو دلیل غیر فعال دریځ درلود. که دا ځواکونه وکړای شي چې د طالبانو پر ضد د ټولو ډلو یو لوی سیاسي چتر جوړ کړي او پر دې ډلې له دننه او بهر فشارونه زیات کړي، نو په نږدې راتلونکي کې د یوه ډیموکراټیک افغانستان د جوړېدو هیله کېدای شي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x