روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۳۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۳۸

ننګرهار کې یو ځوان په مرموز ډول وژل شوی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ننګرهار سیمه‌ییزې سرچینې وايي، په دغه ولایت کې یو ځوان په مرموز ډول وژل شوی دی. د دغه ځوان مړى، سې‌شنبې ورځ، د لیندۍ په ۱۴مه د ننګرهار ولايت د کوز کونړ ولسوالۍ په «شمل» سيمه کې موندل شوی دی.

د ننګرهار سیمه‌ییزې سرچینې وايي، په دغه ولایت کې یو ځوان په مرموز ډول وژل شوی دی.

د دغه ځوان مړى، سې‌شنبې ورځ، د لیندۍ په ۱۴مه د ننګرهار ولايت د کوز کونړ ولسوالۍ په «شمل» سيمه کې موندل شوی دی.

سرچینې رسانو ته تایید کړې چې دغه ځوان «شایسته ګل» نومېده او د چړې په ګوزارونو وژل شوی دی.

تر اوسه د دغه ځوان د وژنې لامل معلوم نه دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د يادونې وړ ده چې په ننګرهار ولايت کې د طالبانو له بيا واک ته رسېدو وروسته د مرموزو وژنو شمېر زيات شوى دى.

ځايي اوسېدونکي طالبان په دې پېښو کې په لاس لرلو تورنوي، خو دې ډلې تل دغه ډول تورونه رد کړي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x