روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۵۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۵۴

په مراکش کې د افغان او عربو ښځو د پیوستون او همغږۍ یوه شبکه پرانېستل شوه

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغان او عربو ښځو د پیوستون او همغږۍ یوه شبکه په سیاسي او ټولنیزه توګه د فعالو افغان میرمنو او د اوو عربي هیوادونو تر منځ د پیاوړو اړیکو او متقابل ملاتړ د رامنځته کولو په موخه جوړه شوې ده.

د افغان او عربو ښځو د پیوستون او همغږۍ یوه شبکه په سیاسي او ټولنیزه توګه د فعالو افغان میرمنو او د اوو عربي هیوادونو تر منځ د پیاوړو اړیکو او متقابل ملاتړ د رامنځته کولو په موخه جوړه شوې ده.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ سه شنبې (د لیندۍ ۱۴ مه) د دغه انسټیټیوټ په اېکس پاڼه لیکلي؛ دغه مرکز په مراکش کې د عربي څېړنو مرکز په همکارۍ د “عربي ښځو سره د افغان ښځو د پیوستون شبکې” د پرانیستې مراسمو کوربه و.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز همداراز ویلي، چې دغه پروګرام د افغانستان او د اوو عربي هېوادونو د سیاسي او ټولنیزو فعالو ښځو ترمنځ د پیاوړو اړیکو او متقابل ملاتړ د رامنځته کولو په موخه جوړ شوی دی.

په همدې حال کې په دې مراسمو کې د افغانستان او عربي هېوادونو څه باندې ۳۰ تنو ښځینه فعالانو ګډون کړی و، چې په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه ژورې څېړنې وکړي او په سیمه ییزو او نړیوالو ډګرونو کې د هغوی له اساسي حقونو څخه دفاع وکړي.

دغه مرکز دا هم ویلي چې دا پروګرام د علمي او اداري فعالیتونو له لارې د متقابل تفاهم او د ښځو ځواکمنولو ته ځانګړی شوی دی.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ زیاته کړه چې په راتلونکي کې به نور پروګرامونه هم جوړ کړي چې د افغانستان او عربي هېوادونو ښځې په علمي، سیاسي، فرهنګي او مدني برخو کې ونډه واخلي.‏

دغه مرکز ویلي، د دغې شبکې د جوړولو موخه په ټولنه کې د ښځو د رول د پیاوړتیا او په دې برخو کې د ښځو پر وړاندې د شته ننګونو په اړه د پوهاوي لوړول دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغانستان له بیا نیولو راهیسې د ښځو پر اساسي حقونو او ازادیو پراخ بندیزونه لګولي دي.‏

دغې ډلې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پروړاندې د ښوونځيو دروازې بندې کړې، د پوهنتونونو دروازې يې د ښځينه محصلينو پر مخ وتړلې او ښځې يې په دولتي او خصوصي موسسو کې له کار کولو منعه کړې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x