روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۴۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۴۸

طالبانو له مرستندویه بنسټونو غوښتي چې «د کډوالو لنډمهالي کمپونه په دایمي کمپونو بدل» کړي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل‌الرحمان حقاني له نړۍوالو مرستندویه سازمانونو غوښتي چې له پاکستانه د ایستل شویو کډوالو موقتي کمپونه په «اوږدمهالو کمپونو» بدل کړي. حقاني دغه څرګندونې د دوشنبې ورځ، د لیندۍ په ۱۳مه د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازې رافایلا ایوډیس او د یو شمېر نورو مرستندویه بنسټونو له استازو سره په کتنه کې کړې دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل‌الرحمان حقاني له نړۍوالو مرستندویه سازمانونو غوښتي چې له پاکستانه د ایستل شویو کډوالو موقتي کمپونه په «اوږدمهالو کمپونو» بدل کړي.

حقاني دغه څرګندونې د دوشنبې ورځ، د لیندۍ په ۱۳مه د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازې رافایلا ایوډیس او د یو شمېر نورو مرستندویه بنسټونو له استازو سره په کتنه کې کړې دي.

طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ژمي په رانږدې کېدو سره به د کډوالو ستونزې زیاتې شي.

خلیل‌الرحمن حقاني څرګنده کړې: «د دې لپاره چې د ژمي په موسم کې یو شمېر ولایتونو ته د راستنېدونکو لېږد ناشوني دی، موږ غواړو لنډمهاله کمپونه په اوږدمهاله استوګن‌ځایونو بدل کړو او د هېوادونو بشري مرستو ته اړتیا لرو.»

د دې وزارت په وینا، بېړنۍ مرستې د دوی ستونزې نه شي حلولای او باید د سرپناه جوړېدو، د کار موندنې او د کډوالو لپاره اساسي مرستو ته پاملرنه وشي.

د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، رافایلا ایوډیس هم له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل یو لوی او ښکاره ظلم وباله او له کډوالو سره یې د مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.

پاکستان د اکټوبر په میاشت کې د ۱.۷ میلیونه افغانانو په ګډون «ناقانونه» کډوالو ته د هېواد پرېښودو یا د ایستلو سره د مخ کېدو نیټه وټاکله.

له پاکستانه د کډوالو راستنېدل او شړل په افغانستان کې بشري ناورین لا پسې خراب کړی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x