د اشرف غني احمدزي د حکومت د پوهنې وزیرې رنګینه حمیدي له ګاردین ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې افغان نجونې د زدکړو برخه کې له جدي ستونزو سره مخ نه دي او کولای شي د نجونو ښوونځیو پر ځای له جوماتونو او دیني مدرسو څخه د زدکړو لپاره کار واخلي .
هغې وویل : چې نن ورځ ښوونځي یوازې دیني ښوونځي معنا لري ، مګر په تاریخي توګه دا ځایونه د زدکړې ځایونه دي. هغې له خلکو وغوښتول چې د نجونو لپاره د زدکړو د دوام لپاره د ځایې فرصتونو په لټه کې شي هغې له نړیوالې ټولنې هم وغوښتول چې د هغو دولتي ښوونځیو پر ځای چې اوس تړل شوي دي. د کورنیو ښوونځیو دیني مدرسو ملاتړ وکړي چې نجونې په کې
زده کړې وکړي.
هغه څه چې رنګینه حمیدي له ګاردین سره په خبرو کې د نجونو د زده کړې په اړه وړاندیز کړی د څو دلایلو له مخې یو ساده وړادیز ښکاري :
طالبان په اصل کې د ښځو د زده کړې مخالف دي که دا زده کړې په دیني مدرسو کې کیږي او که په دولتي ښوونځیو کې دا ټکي دي ځکه چې دوی په اصولو کې د نجونو د تعلیم مخالف نه دي. خو اوس مهال هیڅ اساس نه شته دا یو پاک درواغ دي.
هرهغه څوک چې کتاب ( الاماره الاسلامیه او نظامیه ) چې د طالبانو منشور دریځ لري لویستلي دي.
پوهیږي چې دوی په اصل کې د نجونو د زده کړې مخالف دي او د دوی نورې خبرې یوازې اسرائیلې عذرونه دي او بس .
په افغانستان کې د دیني مدرسو زده کوونکي نارینه وونجونې نه شي کولای دغو ښوونځیو ته دننه شي حتی که طالبان یې اجازه ورکړي. ځکه دوی ښځو د کوروتلو څخه هم ستونزه لري او دا هم غیر اسلامي ګڼي له هغې ورځې چې طالبان واک ته ورسیدل په سلګونو دیني مدرسې یې جوړې کړې دي.
د دغو ښوونځیو نوم (جهادي مدرسې) دي په دغو ښوونځیو کې افراطي درسونه ورکول کیږي.
په دغو دیني مدرسو کې د نجونو شتون او له هغې څخه د نړۍ ملاتړ نه یوازې دا چې د ښځو ستونزې نه حلوي بلکې په افغانستان کې د افراطیت د ودې لامل هم ګرځي .
نو موږ کولای شو ووایو چې رنګینه حمیدي څه وړاندیز کړی دا یو احمقانه او ساده وړاندیز دی چې یوازې د هغې په څیر یو څوک کولای شي.
دا ډیرد خواشینۍ خبره ده چې څو کاله د افغانستان د پوهنې مشري د داسې بی لوسته کس په لاس کې وه. په هغه دوره کې چې هغه وزیره وه په خپلو غیرمنطقي خبرو سره یې د حکومت او اولس حیثیت ته زیان رسولی و.
زه هیله لرم چې بشري حقونو سازمانونه او د ښځوفعالان د هغې خبرو ته غبرګون وښېې او اجازه ورنکړي چې دا ډول نالوستې او بدنام شخصتونه د افغان میرمنو مرحومیت رد کړي او په نړيوالو رسنیو کې د طالبانو ملاتړ وکړي.
اړوندې لیکنې :