د طالبانو تر کنټرول لاندې د «برېښنا» شرکت خبر ورکړی چې د هېواد ۱۱ ولایتونو ته د ازبکستان وارداتي برېښنا د یوې ورځې لپاره ۵۰ سلنه کمه شوې ده.
دغه شرکت يوه خبرپاڼه خپره کړې او ويلي يې دي چې د ازبکستان د برېښنا تاسيساتو د ترميم په موخه به نن (يکشنبه د لیندۍ ١٢مه) د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې برېښنا کمه وي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په صنعتي پارکونو، خُلم او خانجان سب سټېشنونو او په سمنګان، پروان، کاپیسا، پنجشیر، ننګرهار، لغمان، غزني، میدان وردګ، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې به د برېښنا د پرې کېدو کچه لوړه وي.
د لیندۍ ۲مې نیټې څخه د ازبکستان د برېښنا د تاسیساتو د بیارغونې له امله له هغه هیواده افغانستان ته د وارداتي برېښنا د یوې ورځې لپاره ۵۰ سلنه کمه شوې وه.
افغانستان د خپلې برېښنا ډېره برخه له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له ترکمنستان او ازبکستان څخه واردوي.
د يادونې ده چې هر کال د ژمي په رارسېدو سره د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د برېښنا د پرې کېدو ستونزې زياتېږي.