روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۰۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۰۵

طالبان: په تېرو دریو ورځو کې د سپین بولدک ۲۳۰ تنه هټېوال د کلدارو کارولو په تور بندیان شوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په کندهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ مسولان وایي، په تېرو دریو ورځو کې یې ۲۳۰ تنه هغه هټېوال د کلدارو د کارولو په تور بندیان کړي چې تر دې وړاندې د کندهار سیمه ییزو چارواکو له لوري په ځلونو د کلدارو د نه کارولو سپارښتنې ورته شوې وې.

په کندهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ مسولان وایي، په تېرو دریو ورځو کې یې ۲۳۰ تنه هغه هټېوال د کلدارو د کارولو په تور بندیان کړي چې تر دې وړاندې د کندهار سیمه ییزو چارواکو له لوري په ځلونو د کلدارو د نه کارولو سپارښتنې ورته شوې وې.

په کندهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د شنبې په ورځ (لیندۍ ۱۱مه) د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې ۱۱۰ تنه هټېوال يې د کلدارو کارولو په تور د دغه ډلې عدلي او قضایي ادارو ته سپارلي او هټۍ یې د پنځو ورځو لپاره ورتړلې دي.

شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د طالبانو د مشر ملا هیبت الله له لوري په هیواد کې د بهرنیو کرنسیو پر کارولو بندیز لګېدلی و.

په کندهار کې د طالبانو سیمه ییز مسولان وايي، درې ورځې وړاندې یې هم د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د کلدارو د کارلو په تور ۱۲۰ تنه هټېوال بندیان کړي وو.

د دوی په خبره د کلدارو او نورو بهرنیو کرنسیو د کارولو په وړاندې یې پرېکړه جدي ده او هغه کسان چې راکړه ورکړه په بهرنیو کرنسیو کوي د دغې ډلې له لوري به ورته سزا ورکول کیږي.

بل خوا د کندهار ولایت یو شمېر سوداګر او هټېوال وايي، تر ډیره یې سوداګري د ګاونډي هیواد پاکستان سره ده، او د طالبانو له لوري د کلدارو پر کارولو د دغه ډلې بندیز یې سوداګري زیانمنه کړې ده.

همدارنګه د کندهار ښار یو شمېر اوسیدونکي وايي، د کلدارو په راکړي ورکړې د بندیز له امله د خوراکي توکو بیې خورا لوړې شوې دي.

دوی له طالبانو غوښتنه کوي چې په بهرنیو کرنسیو د راکړې ورکړې د مخنیوي تر څنګ دې د خوراکي توکو بیې هم مهار کړي.

د افغانستان په سوېل لوېدیځ او ختیځو ولایتونو کې تر ډیره راکړه ورکړه په کلدارو کیږي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x