روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۴۱ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۸:۴۱
: 1

معترضې ښځې: د طالبانو د بندیزونو له امله افغان مېرمنې له روحي او رواني ستونزو سره مخ شوې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانستان د ښځو د اعتراضونو ټلوالې په نوم د ښځو اعتراضي خوځښت وايي، تر هغه به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي، چې پر افغانو ښځو لګول شوي بندیزونه لیرې کړل شوي نه وي.

د افغانستان د ښځو د اعتراضونو ټلوالې په نوم د ښځو اعتراضي خوځښت وايي، تر هغه به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي، چې پر افغانو ښځو لګول شوي بندیزونه لیرې کړل شوي نه وي.

د دغه غورځنګ غړو په اېکس ټولنیزه پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو لخوا لګول شوي بندیزونه د مېرمنو د روحي او رواني ستونزو لامل شوي.

د افغانستان د ښځو د اعتراضونو ټلوالې یوه غړې پر ښځو د لګول شویو بندیزونو د لیرې کېدو غوښتنه کوي او وايي، تر هغو چې د دوی د عدالت غوښتنې غږ نه وي اورېدل شوی، دغه معترضې ښځې به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي.

په تېرو دوو کلونو کې ښځو د طالبانو د بندیزو پروړاندې لاريونونه کړي او وخت ناوخت يې د تړلو دروازو شاته او نامعلومو ځايونو کې په ډله ييزو او یا هم په انفرادي ډول اعتراضي غونډې کړې.

خو طالبانو بیا له بلې خوا دغه ټول لاريونونه په تاوتريخوالي سره ځپلي او یو شمېر معترضې ښځې یې نیولې هم دي.

دا مهال د ژولیا پارسي او منیژه صدیقي په ګډون لږ تر لږه څلور معترضې ښځې د طالبانو په بندخونو کې دي او د هغوی د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي.

له دې سره، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څار سازمان د ښځو د څانګې مشرې د طالبانو په بندخونو کې د څلورو اعتراض کونکو ښځو نومونه ياد کړل او ويې ويل چې د طالبانو په زندانونو کې زياتې ښځې دي.

د طالبانو د خپلسري نيولو په غبرګون کې طالب چارواکي بیا وایي چې د ښځو نيول د چا د غږ د مخنیوي او یا ظلم په معنا نه دي، بلکې د عامه امنیت د ټینګښت او په افغانستان کې د بهرنیو دسیسو د نه عملي کېدو په موخه دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x