دغې ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په کابل کې د ملګرو ملتونو له استازولۍ غوښتي، چې د حسنا سادات او د هغې د مېړه د وژل کېدو مسله خورا پېچلې ده او په بې پرې توګه دې د خپلواکو بشري ادارو لهخوا وڅېړل شي.
بله غاړه په کابل کې ځینو سرچینو ادعا کړې، چې د خورشید ټلویزیون د پخوانۍ خبریالې او ویاندې حسنا سادات او د هغې د مېړه د وژل کېدو په اړه ځینو سرچینو ویلي، کله چې طالبانو غوښتل هغه ونیسي، هغې له وېرې ځان له څلورم پوړه لاندې غورځولی دی.
خو دغې سرچینې د هغې د خاوند د وژل کېدا به اړه زیات جزییات نه دي ورکړي.
خو تېره ورځ د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته ویلي، چې د حسنا سادات او د هغې د مېړه جسدونه یې د نشې په حالت کې موندلي دي.
ځدراڼ د پېښې په تور د یوه کس د نیول کېدو خبر هم ورکړی و؛ خو نور جزییات یې نه ول روښانه کړي.
حسنا سادات د ټلویزیون ترڅنګ په فلمونو کې هم کار کاوه.
له هغې څخه دوه ماشومان چې یو یې ۵ کلن او بل یې ۷ کلن وو، پاتې شول.
هغې په سیاسي مسایلو کې هیح لاس نه لاره او تر دې مهاله یې د طالبانو پر ضد په هیڅ اعتراض کې هم برخه نه وه اخیستې.
اړوندې لیکنې :
- تبعید کې افغان خبریالان: د خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه د یوناما راپور نیمګړی دی
- یوناما: طالبان به د ښځو حقونو له رعایت پرته په نړیواله ټولنه کې ځای ونه لري
- مېرمن ګانیون، په کابل کې د یوناما سیاسي مرستیاله شوه
- طالبانو د یوناما له مرستیالې غوښتي چې د کوکنارو د بدیل کښت اوږدمهالې پروژې پلې کړي
- یوناما: له طالبانو غواړو چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره چټک اقدام وکړي
- د بشري حقونو نړۍواله ورځ؛ یوناما: په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا هم کړکیچن دی