روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۲۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۲۰

د پېښور محکمې د هغو افغانانو چې ځايي اوسېدونکو سره یې ودونه کړي، د اېستلو خلاف پرېکړه وکړه

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د پېښور محکمې پرون (جمعه) د ۱۰۹ تنو افغانانو چې له ځايي اوسېدونکو سره یې ودونه کړي دي، د اېستلو خلاف پرېکړه وکړه. محکمې پرېکړه وکړه، چې دغو کسانو ته دې د پاکستان د تابعیت کارتونه یا پېژندپاڼې ورکړل شي.

د پېښور محکمې پرون (جمعه) د ۱۰۹ تنو افغانانو چې له ځايي اوسېدونکو سره یې ودونه کړي دي، د اېستلو خلاف پرېکړه وکړه.

محکمې پرېکړه وکړه، چې دغو کسانو ته دې د پاکستان د تابعیت کارتونه یا پېژندپاڼې ورکړل شي.

محکمې ټولې غوښتنې ومنلې او حکم یې وکړ، چې دغو افغانانو ته دې د تابعیت کارتونو ترڅنګ نورې اسانتیاوې هم برابرې شي.

پرون د پاکستان سترې محکمې د بشري حقونو د فعالانو پر هغې عریضې هم غور پیل کړ، چې له پاکستانه د لکونو افغان کډوالو د اېستلو د مخنیوی غوښتنه په کې شوې وه.

دا عریضه نږدې پنځلس ورځې وړاندې د پاکستان یو شمېر سياسي مشرانو او د بشري حقونو فعالانو لکه: افراسیاب خټک، محسن داوړ، فرحت‌الله بابر، ایمان زینب مزاري، سناتور مشتاق احمد، امنه مسعود جنجوعه، محمد جبران ناصر، احمد شبر، عمران شفیق او یو شمېر نورو وړاندې کړې وه.

ټاکل شوې، چې پر دغې قضیې د دوشنبې په ورځ نور غور هم وشي او دغه مسله نوره هم وشاربل شي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x