روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۴۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۴-۰۹-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۴-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۴۳

طالبانو په خوست کې د یوه قومي مشر د ۷۰۰ زره ډالرو په ارزښت کور د بلډوزر په وسیله ویجاړ کړ

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په خوست ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي، طالبانو د تېر حکومت د ولسي جرګې د ۱۵مې دورې غړي او د دغه ولایت د یوه سیمه‌ییز مشر پاچاخان ځدراڼ کور ویجاړ کړی دی.سرچینې له رسانه ها سره په خبرو کې تایید کړې چې طالبانو د جمعې شپه، د لیندۍ په ۱۰مه په مندوزیو ولسوالۍ کې د ځدراڼ د استوګنې کور د بلډوزر په وسیله په بشپړه توګه ویجاړ او په کنډوالۍ بدل کړی دی.

په خوست ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي، طالبانو د تېر حکومت د ولسي جرګې د ۱۵مې دورې غړي او د دغه ولایت د یوه سیمه‌ییز مشر پاچاخان ځدراڼ کور ویجاړ کړی دی.

سرچینې له رسانه ها سره په خبرو کې تایید کړې چې طالبانو د جمعې شپه، د لیندۍ په ۱۰مه په مندوزیو ولسوالۍ کې د ځدراڼ د استوګنې کور د بلډوزر په وسیله په بشپړه توګه ویجاړ او په کنډوالۍ بدل کړی دی.

طالبانو د دغې کړنې لامل د پاچاخان ځدراڼ له خوا د ځمکې غصب بللی او ویلي یې دي چې دغه کور یې د «دوه جریبه دولتي ځمکې د بېرته راګرځولو» په موخه وران کړی دی.

خو د ځدراڼ خپلوان ادعا کوي چې دا ځمکه د حامد کرزي د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې یاد قومي مشر ته سپارل شوې وه او د دغه کور په جوړېدو يې شاوخوا ۷ سوه زره امريکايي ډالر لګېدلي وو.

بلخوا د طالبانو دې کړنې د خوست یو شمېر اوسېدونکي په غوسه کړي او وايي، د ځمکې د غصب نښه کېدو په صورت کې، دې ډلې باید دغه کور نیولی او د عامه ځای په توګه یې ترې کار اخیستی وای.

پاچاخان ځدراڼ په خوست کې یو له مشهورو جهادي قوماندانانو څخه دی چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له پېښو وروسته یې په سیمه کې د طالبانو د واکمنۍ د لومړۍ دورې په نسکوروېدو کې له نړۍوالو ایتلافي ځواکونو سره مرسته کړې او په دې توګه یې وکړای شول چې د افغانستان د جمهوریت په سیاسي بهیر کې ځان ته ځای پیدا کړي.

نوموړی هغه مهال چې د ۲۰۰۶ کال په وروستیو کې د پخواني حکومت د پارلمان ۱۵مې دورې غړی و، له یوه ځانمرګي برید څخه روغ ووت.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x