روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۲۴ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۹:۲۴
: 1

پرستو حکیم: نړۍ دې د طالبانو پر ځای د افغانستان له خلکو سره تعامل وکړي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د پوهنې د حقونو فعالې پرستو حکیم د اروپا په پارلمان کې وویل، د افغانانو په منځ کې ډېر داسې کسان شته چې غواړي د طالبانو پر وړاندې د یوه عصري بدیل حکومت د جوړولو پلان جوړ کړي او له نړۍوالې ټولنې سره کار وکړي. دغې افغان فعالې له اروپايي ټولنې وغوښتل، چې د طالبانو پر ځای له هغو افغانانو سره چې د نننۍ نړۍ پر ارزښتونو او پر ازاد افغانستان باور لري، خبرې وکړي.

د پوهنې د حقونو فعالې پرستو حکیم د اروپا په پارلمان کې وویل، د افغانانو په منځ کې ډېر داسې کسان شته چې غواړي د طالبانو پر وړاندې د یوه عصري بدیل حکومت د جوړولو پلان جوړ کړي او له نړۍوالې ټولنې سره کار وکړي.

دغې افغان فعالې له اروپايي ټولنې وغوښتل، چې د طالبانو پر ځای له هغو افغانانو سره چې د نننۍ نړۍ پر ارزښتونو او پر ازاد افغانستان باور لري، خبرې وکړي.

نوموړې د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې د نمانځنې په مراسمو کې د وینا پر مهال وویل، افغان نجونې او ښځې نړۍوالې ټولنې ته په تمه دي چې د بشري حقونو نړۍوالې اعلامیې په خپرولو سره یې هیله‌مندي نوره هم زیاته شي.

پرستو حکيم په دې وروستيو کې د اروپا پارلمان ته په وينا کې د اروپايي هېوادونو استازو ته په خطاب کې وويل، چې بايد د افغانستان د نجونو تر څنګ ودرېږي او طالبان په رسمیت و نه پېژني.

اغلې حکیم زیاته کړه چې، «موږ په بېړنۍ توګه اړتیا لرو ترڅو د نجونو او هلکانو ښوونځي له فکري بدلون پرته پرانیزو، ځکه طالبان د تعلیم له بستر څخه د خپلې ایډیالوژۍ د ترویج لپاره کار اخلي.»

پرستو حکیم څرګنده کړه:«موږ له ۲۰۱۰ کال راهیسې له طالبانو سره د خبرو منفي اغېزې لیدلې دي.»

د افغانستان د پوهنې برخې دغې فعالې دغه څرګندونې په داسې حال کې وکړې، چې څو ورځې وړاندې د جمهوري ریاست د مهال د پوهنې وروستۍ وزیرې رنګینې حمیدي چې په امریکا کې یې زده‌کړې کړې دي، د نړۍ له هېوادونو او د افغانستان له خلکو وغوښتل چې په دیني مدرسو او جوماتونو کې د نجونو له زده‌کړو ملاتړ وکړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x