روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۱۹ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۸:۱۹
: 1

ماموندزی: هند په فعاله توګه ډیپلوماتان هڅولي چې د طالبانو له حکومت سره اړیکې ونیسي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په هند کې د افغانستان پخواني سفیر فرید ماموندزی وایي؛ هند په فعاله توګه ډېپلوماتان هڅولي چې د طالبانو له حکومت سره اړیکې ونیسي. نوموړی زیاتوي، چې هند د هغو ډېپلوماټانو ملاتړ کوي، چې د طالبانو ملاتړ له ځانه سره لري.

په هند کې د افغانستان پخواني سفیر فرید ماموندزی وایي؛ هند په فعاله توګه ډېپلوماتان هڅولي چې د طالبانو له حکومت سره اړیکې ونیسي.

نوموړی زیاتوي، چې هند د هغو ډېپلوماټانو ملاتړ کوي، چې د طالبانو ملاتړ له ځانه سره لري.

له بلومبرګ نیوز سره په مرکه کې په هند کې د افغانستان پخواني سفیر فرید ماموندزي ویلي، چې په وروستیو میاشتو کې د هند او طالبانو اړیکې سره نېږدې شوي او داسې ښکاري چې د نېږدې ملګري په توګه یې د پاکستان پر ضد استعمال کړي.

د پخواني نظام لسګونه ډېپلوماټانو خپلې دندې پرېښودې، یوازې هغه ډېپلوماټان پاتې دي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره په اړیکه کې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

ماموندزي زیاته کړه، چې د ممبۍ جنرال قونسله ذکیه وردک، په حیدر اباد کې جنرال قونسل سید محمد ابراهیم خیل او همداراز د سوداګرې برخې سلاکار قادر شاه د طالبانو ملاتړ له ځانه سره لري.

هند غواړي له طالبانو سره ښې اړیکي ولري؛ ترڅو په افغانستان کې خپلې پانګې خوندي‌ او خپل نفوذ وساتي.

نوي ډیلي تېر کال په کابل کې خپل سفارت د بشري مرستو لکه خوراکي توکو او درملو د رسولو لپاره پرانیست؛ خو لا تراوسه یې د افغان اتباعو لپاره د وېزو په ګډون قونسلي خدمات په پراخه کچه ځنډولي دي.

هندي رسنیو د ماموندزي د څرګندونو په اړه داسې مهال راپور ورکړی، چې وروسته له دوه کلونو طالبانو په هند کې د ډېپلوماتیکو ماموریتونو کنټرول په خپل لاس کې واخیست.

د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شېر محمد عباس ستانکزي د سې شنبې په ورځ د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل: «په ممبۍ او حیدراباد کې زموږ قونسلګرۍ فعالیت کوي او د بهرنیو چارو له وزارت سره په تماس کې دي».

هغه وویل، چې په ډیلي کې افغان سفارت چې تېره اونې تړل شوی و، په راتلونکو څو ورځو کې به بېرته پرانیستل شي.

فرید ماموندزي څو میاشتې وړاندې له دندې استعفاء وکړه او اوس مهال په لندن کې دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x