روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۰:۳۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۷-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۰:۳۸
: 2

د وزیرستان واڼه پولیسو د انګور اډې پرلت یو مشر نیولی دی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : له انګور اډې څخه سرچينې وايي د سوېلي وزیرستان واڼه پولیسو تېره ورځ دوشنبه د (لیندۍ ۶مه) په انګور اډه کې د روان پرلت یو مشر مولوي فضل نیولی او له ځان سره وړی. مولوي فضل، هغه کس دی چې د پرلت په جوړولو او په دغه پرلت کې د وينا پر مهال يې تر ټولو زیات د پاکستان پر حکومت نیوکې کولې.

له انګور اډې څخه سرچينې وايي د سوېلي وزیرستان واڼه پولیسو تېره ورځ دوشنبه د (لیندۍ ۶مه) په انګور اډه کې د روان پرلت یو مشر مولوي فضل نیولی او له ځان سره وړی.
مولوي فضل، هغه کس دی چې د پرلت په جوړولو او په دغه پرلت کې د وينا پر مهال يې تر ټولو زیات د پاکستان پر حکومت نیوکې کولې.

د دغه پرلت ګډونوال چې نن د (لیندۍ ۷مه) يې ۱۲مه ورځ ده وايي، د کومو غوښتنو په موخه يې چې پرلت وهلی له هغو نه په شا کیږي او دا پرلت به روان ساتي.
د پاکستان حکومت د سپین بولدک ـ چمن په دروازه د تګ راتګ پرمهال د پاسپورټ او ویزې تر جبري کيدو وروسته د انګور اډې ـ او برمل تر منځ په تګ راتګ پاسپورټ او ویزې جبري کړل چې په سیمه کې يې خلکو په غبرګون کې پرلت وهلی.
د سیمې خلکو د دغه اعتراض ۱۲مه ورځ هم د پاکستان حکومت په خپل دریځ کې بدلون نه دی راوستی او وايي په دغه لاره تګ راتګ به په پاسپورټ او ویزه ترسره کیږي.
په سیمه کې خپلواک خبریال لال وزیر افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، له ۱۲ ورځو راهیسې په واڼه او شاوخوا سیمو کې لارې او بازارونه په اعتراضي ډول بند دي او خلک د لومړنیو اړتیا وړ توکو له کمښت سره مخ دي.
هغه وړاندې وايي: «که لارې په عامو خلکو بندې دي نو حکومتي چارواکي او امنیتي کسان هم تګ راتګ پرې نه شي کولای او هغه لارې چې حکومتي ودانیو او امنیتي پوستو ته تللې دي هم بندې دي.»
د انګور اډې يو ځايي مشر حاجي صحبت خان وايي د دوی اعتراض او پرلت ته حکومت په کمه سترګه ګوري او یوازې د خبرو اترو په نوم ځي او راځي: «نن دوولسمه ورځ ده چې پوځ او ځايي حکومتي کسان راځي او یوازې دا غواړي چې پرلت ړنګ کړو، زموږ غوښتنو ته غوږ نه ږدي موږ ته په کمه سترګه ګوري، د پرلت مشر مولوي فضل يې ونیو او بندي کړی يې دی.»
د انګور اډې اوسېدونکو د دغه پرلت په دویمه ورځ د پاکستان له حکومته څوارلس غوښتنې کړې وې چې په څوارلسو غوښتنو کې په پاسپورت د تګ راتګ نه منل، د پوځ له خوا د افغانانو نه ځورول، د مالونو ازاد وړل راوړل، پر مالونو د مالیې کمښت، د دولتي ښوونځیو پرانیستل کیدل، په ځڼغوزیو د مالیې نه وضعه کیدل، د خمرانګ دروازې له منځه وړل، د حکومت له زندانونو د سیمې د ځوانانو خوشې کېدل، د لارې د امنیت ټینګول، د روغتیايي اسانتیاو او دې ته ورته نورې غوښتنې شاملې وې.
خو پاکستاني حکومت په دې اړه خپل دريځ نه دی روښانه کړی او یوازې په دې کلک ولاړ دی چې افغانستان ته په ټولو لارو به تګ راتګ په افغاني او پاکستاني پاسپورټ او وېزو کیږي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x