روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۱۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۱۳

د بلجیم یوه خبریال له افغانستانه د خپلو راپورونو په ورکولو سره د «البر لونډر» جایزې ګټونکی شو

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د راپورونو له مخې، د بلجیم خبریال ویلسون فاش له افغانستان، اسرائیل او اوکراین څخه د خپلو راپورونو په ورکولو سره د «البر لونډر» جایزه ګټلې ده.

د راپورونو له مخې، د بلجیم خبریال ویلسون فاش له افغانستان، اسرائیل او اوکراین څخه د خپلو راپورونو په ورکولو سره د «البر لونډر» جایزه ګټلې ده.

یورو نیوز د سې‌شنبې ورځ، د نوامبر په ۲۸مه راپور ورکړی چې د ۳۱ کلن ویلسون فاش راپورونه په دوو ورځپاڼو د فرانسې «لیبراسیون» او د بلجیم «لکو» کې خپاره شوي دي.

د دغه پروګرام تنظیموونکو ویلي دي، دا لومړی ځل دی چې دغه جایزه د بلجیم یوه خبریال ته ورکول کېږي.

ویلسون فاش هم ویلي: «زه یو څړنیز او یا د ورځې اخبار نه یم؛ بلکه زه یو خبریال یم او زما دنده روایت‌کول دي.»

د نوموړي د هغه راپور په تړاو چې د افغانستان په اړه یې لیکلی، جزئیات نه دي ورکړل شوي.

د «البر لونډر» جایزه دغه خبریال ته د درناوي په پار چې په ۱۹۳۲ کې یې له نړۍ سترګې پټې کړې د غوره راپورلیکنې، د راډیو ټلویزیون راپورونو جوړونې او د کتاب لیکلو په برخه کې ورکول کېږي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x