روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۰۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۰۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې مرکزي بانک نږدې یو میلیار‌ډ له کاره لوېدلې افغانۍ وسوځولې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان مرکزي بانک خبر ورکړی چې دغه بانک په بلخ کې ۹۷۲ میلیونه او ۷۹۹ زره له کاره لوېدلې افغانۍ بانک نوټونه سوځولي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان مرکزي بانک خبر ورکړی چې دغه بانک په بلخ کې ۹۷۲ میلیونه او ۷۹۹ زره له کاره لوېدلې افغانۍ بانک نوټونه سوځولي دي.

مرکزي بانک د یک‌شنبې ورځ، د لیندۍ په ۵ مه، پر اېکس ټولنیزه پاڼه لیکلي چې دا بانک ‌نوټونه د هېواد په شمالي زون کې د راکړې ورکړې د اسانتیا په موخه سوځول شوي دي.

په دغو پیسو کې یو، دوه، پنځه، ۱۰، ۲۰، ۵۰، ۱۰۰، ۵۰۰ او ۱۰۰۰ افغانۍ بانکنوټونه شامل دي.

د روان کال د لړم/عقرب په درېیمه د طالبانو تر کنټرول لاندې مرکزي بانک خبر ورکړی و چې دغه بانک په کندهار کې ۴۲۰ میلیونه او ۸۳۱ زره له کاره لوېدلې افغانۍ بانک نوټونه سوځولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د زړو او له کاره لوېدلو پیسو زیاتوالی د هېواد په بازارونو کې د ورځني سوداګرۍ پر وړاندې له جدي ستونزو څخه بلل شوی دی.

خو په ورته وخت کې د افغانستان په ناوړه اقتصادي وضعیت کې د چاپ لګښت دروند دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x