روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۵۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۵۳

طالبان وايي له روسیې سره یې ډیپلوماټیکې اړیکې د پراخېدو په حال کې دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي، له روسیې سره د دې ډلې ډیپلوماټیکې اړیکې د پراخېدو په حال کې دي. حافظ ضیاء احمد تکل د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون ته وویل، طالبان او روسیه د سیاسي او اقتصادي ګټو پر بنسټ خپلو اړیکو ته دوام ورکوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي، له روسیې سره د دې ډلې ډیپلوماټیکې اړیکې د پراخېدو په حال کې دي.

حافظ ضیاء احمد تکل د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون ته وویل، طالبان او روسیه د سیاسي او اقتصادي ګټو پر بنسټ خپلو اړیکو ته دوام ورکوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې تېره اونۍ مسکو د طالبانو د مخالفانو د یوې غونډې کوربه و.

په مسکو کې دغه غونډه د پنجشنبې په ورځ د لیندۍ په دویمه د «افغانستان د تېر او راتلونکي تر منځ» تر سرلیک لاندې د روسیې د عادل ګوند د مشر سرګي میرونوف په کوربتوب چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره نږدې اړیکې لري، جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود، د افغانستان د وحدت ګوند مشر محمد محقق، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني استازي محمود صیقل، د عدلیې پخوانی وزیر فضل احمد معنوي، په تاجکستان کې د افغانستان اوسني سفیر ظاهر اغبر او لسګونه نورو پیژندل شویو شخصیتونو حضور درلود.

د ملي مقاومت جبهې مشر په دې غونډه کې وویل چې افغانستان اوسمهال په «طالبستان» بدل شوی دی.

احمد مسعود د افغانستان د ستونزې د هواري له پاره د افغانستان د راتلونکي نظام د ډول ټاکلو له پاره د افغانانو تر منځ ټولپوښتنه بنسټیزه حل لاره وبلله.

نوموړی د ټاکنو ترسره کېدل او د خلکو په رایو د حکومت جوړول هم بله حل لاره ګڼي.

له دې غونډې دوه ورځې وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د روسیې له سفیر ډیمیټري ژیرنوف سره وکتل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وویل چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او روسیې د سیاسي او اقتصادي اړیکو او د وروستیو سیمه ییزو او نړیوالو پېښو په اړه خبرې وکړې.

روسیه د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني، خو په مسکو کې یې د دې ډلې یو شمېر ډیپلوماټان منلي دي.

روسیې په پرله پسې ډول ټینګار کړی چې په افغانستان کې باید ټول ګډونه حکومت رامنځته شي او دغه هېواد باید د ترهګرو په ځاله بدل نه شي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x