روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۵۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۵۰

د ازبکستان ولسمشر: موږ نه شو کولای افغانستان په خپلو ستونزو کې یوازې پرېږدو

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وايي، افغانستان د منځنۍ اسیا د نه بېلېدونکې برخې په توګه د سیمې په ثبات کې مهم رول لري. میرضیایف دغه څرګندونې د جمعې ورځ، د اکټوبر په ۳مه په باکو کې د منځنۍ اسیا هېوادونو د اقتصاد لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي پروګرام (سپیکا) په غونډه کې کړي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وايي، افغانستان د منځنۍ اسیا د نه بېلېدونکې برخې په توګه د سیمې په ثبات کې مهم رول لري.

میرضیایف دغه څرګندونې د جمعې ورځ، د اکټوبر په ۳مه په باکو کې د منځنۍ اسیا هېوادونو د اقتصاد لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي پروګرام (سپیکا) په غونډه کې کړي.

په دې لیدنه کې میرضیایف د ملګرو ملتونو د اقتصادي کمېسیون څخه غوښتي چې له افغانستان سره په اقتصادي برخه کې همکاري وکړي.

د ازبکستان د ولسمشر دفتر په یوه خبرپاڼه کې د میرضیایف له خولې لیکلي:«موږ نه شو کولای افغانستان په خپلو ستونزو کې یوازې پریږدو. په نړۍوالو خبرو اترو کې د [طالبانو] له ګډون پرته مثبته پایله نه شي ترلاسه کېدای.»

د يادونې وړ ده چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د بېوزلۍ، بېکارۍ، د نشه يي توکو قاچاق او د بشري حقونو د سرغړونو شمېرې په بې ساري ډول زياتې شوې دي.

په دې وروستیو کې د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو د جمعې ورځ، د لیندۍ په درېیمه په یوه اعلامیه کې له افغانستانه د مخدره توکو قاچاق د سیمې لپاره یو ګواښ بللی دی.

دوی ټینګار کړی چې له افغانستانه سیمې ته د مخدره توکو قاچاق دوام لري.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x